Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د ملي امنيت درېیو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیت ملی

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا د ملي امنيت يو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، د پېښې پلټنې پيل شوې او پوليس د قاتلينو په نيولو پسې ګرځي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه شاوخوا ۲ بجې او ۳۰ دقيقې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحیې اړوند پنځم واټرپمپ ته څېرمه ناپېژاندو وسله والو د ملي امنيت پر کارکوونکو ډزې کړې دي.

دی وايي، په دې پېښه کې د امنيت يو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه، وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شوي، خو پوليس سيمې ته رسېدلي، پلټنې يې پيل کړې چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د وسیم نيازي په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، بريدګر په يوه ريکشا کې ناست وو، په درېيو کسانو يې ډزې وکړې او له سيمې وتښتېدل.

د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې چې خلک يې له اندېښنو سره مخ کړي دي.

Views: 2

Exit mobile version