مزارشريف ( پژواک، ۸مرغومی، ۹۹): په بلخ کې د اتصالات مخابراتي شبکې 4G خدمات پيل شول.
د اتصالات شبکې يوه مسوول کفايت الله نبي خېل د مرغومي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بلخ له کابل، کندهار او ننګرهار وروسته څلورم ولايت دی، چې د فورجي خدمات په کې فعال شول.
هغه زياته کړه، چې د مزار ښار په ګډون د دغه ولايت په دهدادي او بلخ ولسواليو کې هم فورجي خدمات پيل شوي او ډېر ژر به د دغه ولايت نورو ولسواليو او د شمال زون په نورو ولايتونو کې هم پيل شي.
هغه وويل، چې د فورجي سرعت به د ترې جي په پرتله لس برابره زيات وي.
نبي خېل زياته کړه: (( اوس چې د کرونا له امله قرنطين بيا پلی شوی؛ نو محصلين کولای شي، چې له فورجي څخه په استفادې انلاين درسونه تعقيب کړي.))
هغه همدا راز وويل، چې د فورجي په فعالولو سره به د هغو خدماتو د وړاندې کېدو برخه کې هم پرمختګ رامنځته شي، چې انټرنټ پورې تړاو ولري.
له دې سره د بلخ د مخابراتو رييس محمد تقي پويا پژواک ته وويل چې د فورجي خدماتو فعالېدل د بلخ خلکو لپاره ښه زېری دی.
هغه زياتوي، مخابراتو رياست او اترا اداره له مخابراتي شبکو سره په همغږۍ کار کوي؛ څو د مخابراتي او انټرنټي شبکو کيفيت ښه شي.
د هغه په وينا، د انټرنټ استفاده اوس مهال د ټولنې يو لازمي اړتيا ده او پکار ده چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ راشي.
په ورته مهال د بلخ اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له مسوولينو غواړي، چې د مخابراتو او انټرنټ کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د مزارشريف اوسېدونکي ګل پوپل پژواک ته وويل، چې د اتصالات فورجي پيل کېدل ښه خبر دی؛ خو زياتوي چې د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت څخه خلک ستړې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دمګړۍ د مزارښار په ډېر برخو او ولسواليو کې د مخابراتي شبکو تري جي سم کار نه کوي.
نوموړي له مخابراتو وزارت څخه وغوښتل، چې د انټرنټ د قيمتونو د کمېدو برخه کې هم له خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن