Pajhwok Afghan News

د ٢٠٢٠ کال پر مهال په نړۍ کې ٥٠ خبريالان وژل شوي

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٩) : د بې پولې خبریالانو نړيوال سازمان یا «RSF» وايي، په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

د دغه سازمان له خوا نن د مرغومي په ٩مه، په يوه خپور شوي کلني راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ له پیل راهيسې تر ټولو زیات خبریالان په مکسیکو کې وژل شوي دي.

په راپور کې زياته شوې: ” اته خبریالان په مکسیکو، څلور په هند، درې په فلیپین، څلور په سوریه، یوه په یمن، پنځه په افغانستان،شپږ په عراق، څلور په پاکستان او درې په هاندوراس هېوادونو کې وژل شوي دي.”

د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې راغلي چې له یادو خبریالانو څخه ۸۶ سلنه یې په داسې هدفي بریدونو کې وژل شوي چې له کار سره یې هېڅ تړاو نه لري.

د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان او د ۲۰۱۱ کال څخه بیا تر ۲۰۲۰ پورې په نړۍ کې ۹۳۷ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې يواځې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

محمد الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، ملاله میوند او یما سیاوش هغه خبریالان و چې د روان کال وروستیو کې په ماین چاودنو او وسله وال برید کې ووژل شول.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون ګڼو بنسټونو پر افغان خبریالانو بریدونه غندلي او له امنیتي ارګانونو څخه یې د عاملینو د پيدا کولو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني هم څو ورځې مخکې امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې وه، چې د خبريالانو او مدني فعالانو د امنيت خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ډيبرا ليون افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللى و.

د هغې په وينا، د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې شپږ خبريالان او د بشري حقوقو ١١ کارکوونکي وژل شوي دي.

Views: 6

Exit mobile version