Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غوښتي چې د افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزیون خپرونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او دغه راز ویلي یې دي چې په عامه ځایونو کې دې د دې رسنۍ د لیدو اسانتیا نه برابرېږي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې د خوست د ځایي راډیوګانو درې کارکوونکي چې د اختر په خپرونو کې «د موسیقۍ خپرولو» له امله نیول شوي وو، خوشي شول.
اسلامي امارت د خبریالانو ورځې په مناسبت ویلي، خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي او باید د اسلامي ارزښټونو او ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي.
غزني کې یو شمېر خبریالانو په یوه ناسته کې د دغه ولایت له چارواکو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خپلې شته ستونزې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د یوولس ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
بلخ کې د موټر چپه کېدو پېښه کې اووه خبریالان چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز پرانیستې مراسمو د پوښښ په موخه دولتاباد ولسوالۍ ته روان وو، ټپیان شوي.
مزارشریف (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مقام وایي چې ژورنالېست داوود جنبش د بلخ له والي یوسف وفا سره په لیدنه کې ویلي،
. . .
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
له رسنیو د ملاتړ دوو بنسټونو په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي، د هغوی خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي، د خبریالانو د سرغړونې قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن