په ایران کې د اسرائیلو د بریدونو له امله تر اوسه څلور خبریالان وژل شوي
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی او پر دغو وژنو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی او پر دغو وژنو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایی، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۲۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې او کابل کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په ټولو تشخیصیه برخو کې له ۵۰ تر۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په کندهار ولایت کې دوه نیول شوي سیمهییز خبریالان محمدابراهيم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي او د هغوی نیول کېدل له رسنیز کار سره تړاو نه درلود.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) اعلان کړی چې د دغه سازمان رییس کریسټف دلور د ۵۳ کلونو په عمر ومړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غوښتي چې د افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلوېزیون خپرونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او دغه راز ویلي یې دي چې په عامه ځایونو کې دې د دې رسنۍ د لیدو اسانتیا نه برابرېږي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې د خوست د ځایي راډیوګانو درې کارکوونکي چې د اختر په خپرونو کې «د موسیقۍ خپرولو» له امله نیول شوي وو، خوشي شول.
اسلامي امارت د خبریالانو ورځې په مناسبت ویلي، خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي او باید د اسلامي ارزښټونو او ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي.
غزني کې یو شمېر خبریالانو په یوه ناسته کې د دغه ولایت له چارواکو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خپلې شته ستونزې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د یوولس ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
بلخ کې د موټر چپه کېدو پېښه کې اووه خبریالان چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز پرانیستې مراسمو د پوښښ په موخه دولتاباد ولسوالۍ ته روان وو، ټپیان شوي.
د بلخ ولایت مقام وایي چې ژورنالېست داوود جنبش د بلخ له والي یوسف وفا سره په لیدنه کې ویلي، کوم څه چې د افغانستان په اړه په میډیا کې ویني او اوري، د دښمن…
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
له رسنیو د ملاتړ دوو بنسټونو په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي، د هغوی خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي، د خبریالانو د سرغړونې قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.
د زابل سیمهيیز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د خبریالانو له فعالیتونو خوښ دي، له هغوی سره د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو کې همکاري او ترې ملاتړ کوي. په زابل کې د افغان…
پولیس وایي، د بلخ په نننۍ چاودنه کې یو کس وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي؛ خو د رسنیو ځینې ملاتړې ادارې وایي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۵ خبریالان ټپیان دي.