Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل چارواکي: د خبریالانو ملاتړي يو او ورسره همکاري کوو

کلات (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د زابل سیمه‌يیز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د خبریالانو له فعالیتونو خوښ دي، له هغوی سره د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو کې همکاري او ترې ملاتړ کوي.

په زابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د حکومت او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر وویل، دوی په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو خوښ دي او د معلوماتو په شریکولو کې ورسره همکاري کوي.

هغه زیاته کړه، خبریالان ورته ډېر ارزښت لري او هرکله یې د هغوی ملاتړ کړی دی.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي عبدالحنان جابر وویل، په دغه ولایت کې د غږیږو، چاپي او یو شمېر سیمه‌يیزو او ملي رسنیو خبریالان شته چې ټولو دولتي ادارو ورسره هر وخت همکاري کړې او د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې هیڅ راز ستونزې نشته.

د هغه په وینا، رسنۍ او خبریالان د یوه هېواد د ژبې حیثیت لري او دا د نظام مسوولیت ده چې د هغوی ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه یې کړې چې په یاد ولایت کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره بېلابېل پروګرامونه برابر کړي.

هغه وویل، د اسلامي امارت له راتګه تر اوسه په زابل کې د خبریالانو د تاوتریخوالي هیڅ ډول پېښه نه ده ثبت شوې.

په زابل کې د افغان خبریالانو د خویتوب ټولنې مشر عصمت‌الله عمري وویل، دوی هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته شي او د همغږۍ غونډې به هره مياشت ترسره کېږي.

نوموړي وویل، دوی د خبریالانو د لاسنیوي، ملاتړ او د رسنیو پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

په جوړه شوې غونډه کې د زابل ښکلا راډیو مسوول عبدالمقیم حلیمي وویل، په دغه کې د امارت له راتګ سره د خبریالانو او سیمه‌يیزو رسنیو لپاره هیڅ ستونزه نه ده جوړه شوې چې په وینا یې، دوی هم خپلې چارې په عادي ډول مخې ته وړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د رسنیو د مالي ملاتړ او د اقتصادي ستونزو حل لپاره باید ورسره د اعلاناتو په برخه کې همکاري وشي، دولتي بنسټونه او نړۍوالې موسسې دې اعلانات ورکړي.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو لپاره دې مسلکي روزنیز پروګرامونه چمتو شي، څو کارکوونکي یې په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کړي.

د یادونې ده، په زابل کې دا مهال پر دولتي راډیو ټلویزیون سربېره څلور خصوصي راډیوګانې فعالیت لري او ترڅنګ یې په چاپي برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا مهالنی اخبار چاپېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.