کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، په کندهار ولایت کې دوه نیول شوي سیمهییز خبریالان محمدابراهيم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي او د هغوی نیول کېدل له رسنیز کار سره تړاو نه درلود.
د راپورونو له مخې، مجروح د روان کال د چنګاښ په ۲۷مه او محتاج د زمري په ۷مه په کندهار کې نیول شوي وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو دوو خبریالان نیول کېدل له رسنیز کار سره تړاو نه درلود.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، له یادو دوو خبریالانو یوه سیاسي او بل جرمي دوسیه درلوده او بېرته خوشې شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادو کسانو له خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن