ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ چاودنه؛ وزیري د ټپي شوو خبریالانو شمېر پنځه خو د خبریالانو مرکز یې ۱۵ ښیي

د بلخ چاودنه؛ وزیري د ټپي شوو خبریالانو شمېر پنځه خو د خبریالانو مرکز یې ۱۵ ښیي

author avatar
11 Mar 2023 - 14:11
د بلخ چاودنه؛ وزیري د ټپي شوو خبریالانو شمېر پنځه خو د خبریالانو مرکز یې ۱۵ ښیي
author avatar
11 Mar 2023 - 14:11

دویم تعقیب، مزارشريف (پژواک، ٢٠ کب ١۴٠١): پولیس وایي، د بلخ په نننۍ چاودنه کې یو کس وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي؛ خو د رسنیو ځینې ملاتړې ادارې وایي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۵ خبریالان ټپیان دي.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د مزارشریف ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان په کلتوري مرکز کې وشوه؛ ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند محمداصف وزيري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې د یاد مرکز یو ساتونکی وژل شوی دی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په چاودنه کې درې ماشومان او پنځه خبریالان ټپیان دي.

د خبریالانو مرکز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په یاده پېښه کې ۱۵ خبریالان ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو ۱۵ کسانو کې د پژواک خبریال عبدالصبور سیرت، د طلوع نیوز خبریال عزیزالرحمن ابرام، د شمشاد ټلوېزیون خبریال روح‌الله روحاني، د سفیر ټلوېزیون خبریال مرتضی صمیمي، د اریانانیوز خبریال نجیب فریاد، د ایران سحر ټلوېزیون خبریال فردین نوروزي، د ایران دري راډیو خبریال خیبر ابراهیمي، د افغانستان ۲۴ ټلوېزیون خبریال وحید جلالي، د تمدن ټلوېزیون خبریال جواد دروېش، د فروغ راډیو ټلوېزیون خبریال حسیب الله عازم، د ازاد په نوم راډیو خبریال منیر بهیر، د افغان غږ خبریال ناصر ظاهري، د ۲۴ ټلوېزیون خبریال رسول سالک، د فرانسې خبري اژانس یورونیوز خبریال عاطف ارین شامل دي.

خو د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یاد ننني برید غندلو ترڅنګ لیکلي چې په چاودنه کې د تبیان مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې د خوندیتوب کمېټې د یادو خبریالانو درملنې لګښت پر غاړه اخیستی دی.

یادې کمېټې له حکومته غوښتي چې د خبریالانو خوندیتوب لپاره اړین اقدامات په پام کې ونیسي او د خبریالانو امنیت او مصوونیت اوسنی طرزالعمل پلی کړي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 201

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.