Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ایران کې د اسرائیلو د بریدونو له امله تر اوسه څلور خبریالان وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د خبریالانو نړۍوال فدراسیون پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی او پر دغو وژنو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې په ایران کې د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو خبریالان او د رسنیو د کارکوونکي پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، خبریالان ملکي وګړي دي او پر هغوی قصدي بریدونه «جنګي جنایت» بلل کېږي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، یاد خبریالان د روانې جون میاشتې له ۱۳مې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، اسرائیلو د تېرې جمعې پر سهار د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیلو د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، له هغه تر اوسه دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي؛ په بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني تلفات اوښتي خو کره شمېر یې معلومه نه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.