Pajhwok Afghan News

ولسمشر غني د سولې مرکچي پلاوي ته د دولت او ولس له ملاتړه ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د  سولې مرکچي پلاوي ته د دولت او ولس د ملاتړ ډاډ ورکړ او هیله يې څرګنده کړه چې د اساسي قانون په رڼا او د ولس له لیدلورو سره سم خبرې وکړي.

له ارګه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون مازديګر د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي له ريیس او غړو سره چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه ژر د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي په تېرو څو اوونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو او مشورو راپور له جمهور ريیس سره شریک کړ.

هغه زیاته کړه، پلاوي د سولې په اړه د مدنې ټولنې، ځوانانو او ښځو او په ملي شورا کې د خلکو د استازو په شمول د افغان ولس د بېلابېلو اقشارو غوښتنې او لیدلوري اورېدلي، څو د دوی لیدلورو او هیلو په رڼا کې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د افغان ولس غوره استازولي وکړي.

ولسمشر غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته په دوحه کې د سولې مذاکراتو په لومړي پړاو کې د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي د ښې استازولۍ قدرداني وکړه.

هغه د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د سولې مذاکره کوونکي پلاوي له کتنو او د سولې مذاکراتو په  دویم پړاو کې د استفادې په خاطر د هغوی د لیدلورو له جمع بندۍ مننه  وکړه وې ویل، د افغان ولس د بېلابېلو اقشارو لیدلوري او نظریات، د سولې مشورتي لویې جرګې مشورې او اساسي قانون ستاسې د صلاحیتونو حدود او اجنډا تعیینوي.

ولسمشر مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې وویل، د افغانستان دولت او ولس ستاسې ملاتړ کوي او هیله لري چې د اساسي قانون په رڼا او د افغان ولس د لیدلورو مطابق مذاکره وکړئ، څو دغه مذاکرات بریالي ترسره شي.

نوموړي د سولې په خبرو کې د نړيوالو بریاليو تجربو یادولو پر مهال د سولې له مرکچي پلاوي د دولت د بشپړ ملاتړ  ډاډ ورکړ او د سولې مذاکراتو په نوي پړاو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.

د دې کتنې په پای کې د سولې مرکچي پلاوي د سولې په اړه د ولسمشر د نظریاتو او تجربو قدرداني وکړه ويې ویل، دا لیدلوري او تجربې به ورته د مذاکراتو په دویم پړاو کې غوره لارښود وي.

 

Views: 1

Exit mobile version