Pajhwok Afghan News

کندهار کې پر ٤٠٤ مسافروړونکي موټر چاودنه کې شپږ کسان ټپيان شوي

کندهار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩) : په کندهار ولايت کې د سپرليو پر ٤٠٤ موټر د چاودنې له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي  د سلواغې په شپږمه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د میوند ولسوالۍ د میراخور بازار په سیمه کې د سپرليو پر ۴۰۴ مسافروړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې شپږ نارينه سپرلۍ ټپيان او ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي .

د ميوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى مهال طالبان لارې ته راووځي او د سپرلۍ موټر د دوى له وېرې پر خامه لارو ځي چې بيا له دا ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 64

Exit mobile version