Pajhwok Afghan News

اروزګان کې د امنيتي ځواکونو پر ګډې قرارګاه موټر بم بريد شوى

ترينکوټ  (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩) :  د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د امنيتي ځواکونو پر ګډې قرارګاه موټر بم بريد شوى دى.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د سلواغې په ١٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې د هاموې پوځي موټر په وسيله دا موټر بم بريد تېره شپه په شاوخوا درېيو بجو د ترينکوټ ښار اړونده سيمه کې پر ګډې امنيتي قرارګاه شوى دى.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري، يو پاڅونوال او يو پوليس وژل شوي دي.

خو په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې بيا پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريدکې شپږ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ١٥ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 101

Exit mobile version