ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په اروزګان ولایت کې یوې تازه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په خپلسري توګه د ژورو څاهګانو یا برمو د کېندلو مخه ونیسي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېرو څلورو میاشتو کې یې څه کم ۹۰ زره کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او له منځه وړي او دغه راز په دې تړاو ۸۴ کسان هم نیول شوي دي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې له څهکم درې کلونو ځنډ وروسته د خیروکاریز سیمې د ماسټر پلان پلې کېدو پاتې چارې بیا پیل شوې دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان د عامې روغتیا رییس وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم له سترګو د ژړا پر مهال د اوښکو پر ځای وینه بهېږي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د لوی اختر په مناسبت د غېږنیونې پیل شوې سیالۍ د زابل ولایت د پهلوانانو په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې یوې ماشومې ژوند بایللی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یوه کس د قتل په تور درې کسان نیول شوي دي.
سېمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې د خپلمنځي نښتې له امله یوه سېمهییز خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ او پرانیستل شو.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو ولایتونو لسګونو غېږنیوونکو ترمنځ پیل شوې دوه ورځنۍ سیالۍ د اروزګان په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان ولایت په مرکز او خاص ارزوګان ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۷۴۰ سیلابځپلو کورنیو د نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن