Pajhwok Afghan News

اروزګان کې تېرو څلورو میاشتو کې څه کم ۹۰ زره کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او له منځه وړل شوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېرو څلورو میاشتو کې یې څه کم ۹۰ زره کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او له‌ منځه وړي او دغه راز په دې تړاو ۸۴ کسان هم نیول شوي دي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې د دغه ولایت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو په مرکز او ولسواليو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۸۵ زره ۱۴۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او له‌ منځه وړي دي.

د هغه په خبره، یاده موده کې یې څلور زره او ۳۳۰ کیلوګرامه په نشه‌‌يي توکو کې کارېدونکي مواد هم کشف او له‌ منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې اندازې نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو یې ۸۴ کسان هم نیولي چې دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

اروزګاني وویل، په دغه موده کې ۲۰۵ کسان هم د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د امنیې قوماندانۍ د پولیسو په چوکاټ کې څه باندې زر تنه پولیس روزل شوي او خلکو ته په دغه ولایت کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

Views: 7

Exit mobile version