Pajhwok Afghan News

اروزګان کې د خیروکاریز ماسټر پلان د پلې کېدو پاتې چارې پیل شوې

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې له څه‌کم درې کلونو ځنډ وروسته د خیروکاریز سیمې د ماسټر پلان پلې ‌کېدو پاتې چارې بیا پیل شوې دي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند خیروکاریز سیمه چې له کلونو راهیسې په‌کې په خپل‌سري ډول ودانۍ جوړې شوې وې، د مخکني حکومت پر مهال ورته یو منظم ماسټرپلان منظور شو چې بیا یې چارې نیمګرې پاتې شوې.

په مخکني حکومت کې د اروزګان چارواکو ویلي وو، په خیروکاریز سیمه کې پر څلور زره جریب ځمکه باندې د ډيزاین شوي ماسټر پلان له‌مخې معیاري سړکونه، روغتیایي او ښوونیز مرکزونه، جوماتونه او نور ‎خدمات په پام کې نیول شوي دي.

اوس په دغه ولایت کې مسوولین وايي، د یاد ماسټر پلان د پاتې برخې د پلې‌ کېدو چارې یې پیل کړې دي.

د ترینکوټ ښاروال مولوي عبدالرشید هدایت د تېرې پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، له کور او ښار جوړولو ادارې سره په ګډه یې د خیروکاریز د ماسټر پلان د عملي کېدو چارې پیل کړې چې د نقشي ایستلو لومړۍ برخه به یې ډېر ژر بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، یاده سیمه به تر بشپړو دولتي خدمتونو لاندې راوستل شي او اوسېدونکو ته به یې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ورته مهال، د خیرو کاریز سیمې اوسېدونکي خوښي ښيي چې د دې سیمې د پراختیا او معیاري کېدو چارې پیل شوې دي.\

Views: 14

Exit mobile version