ترینکوټ (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ او پرانیستل شو.
د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع په ترینکوټ ښار کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ساتنې او پالنې په موخه د جوړ شوي روزنتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، په دغه روزنتون کې به هغه ماشومان استوګن وي چې یتیمان او یا هم سرپرستان نهلري.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې ټولو بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړو او اوسېدو ځای زمینه برابره کړي.
د نوموړي په خبره: «موږ ته توپير نه لري، هغه که د اسلامي امارت په لیکو کې د شهیدانو او یا هم د تېر نظام د وژل شوو کسانو یتیمان وي او یا هم هغه ماشومان چې بېسرپرسته دي، ټولو ته د روزنې او هغوی ته د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره ژمن یو.»
ورته مهال، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ ګلاغا اتل وویل، د اوس لپاره په دغه روزنتون کې یوازې د ۲۰۰ ماشومانو اوسېدو او زدهکړو زمینه برابره شوې او زیاتوي چې راتلونکې کې به یې شمېر نور هم ډېر شي.
د یاد روزنتون ټول لګښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.
دغه راز، هغه ماشومان چې په دغه روزنتون کې شامل شوي خوښ دي او په خبره یې چې روښانه راتلونکې به ولري.
د یادونې ده، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري لسګونه کسانو ته په تخنیکي او مسلکي برخو کې هم د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن