Pajhwok Afghan News

عبدالله: يواځې له لنډ مهاله حکومت سره سوله نه راځي

کابل(پژواک،٢١ سلواغه۹۹):د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله وايي، له هغو هېوادونو چې پر طالبانو اغېز لري، هيله لرو ترڅو هغوى وهڅوي چې د خبرو میز ته کېني؛ ځکه هېڅ پرېکړه د پردې تر شا ممکن نه ده.

هغه دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢١مه، کابل کې د یادې شورا د رسنیو کمېسیون د جوړېدو غونډې ته وکړې.

عبدالله وايي، د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې د رسنیو کمېسیون له رامنځته کولو یې موخه د سولې په پروسه کې د ټولو خلکو شاملول دي.

د ده په وينا، ياد کمېسيون درې برخې لري چې له اداري، دارالانشاء او د رسنيو د مشرانوکمېټې څخه جوړ شوى دى.

ده د سولې خبرو په اړه وویل چې طالبانو د خبرو میز پرېيښی او هغه طالبان چې په قطر کې پاتې دي، د سولې له خبرو سره مرسته نه شي کولی، خو هيله لري چې له دې حالته تېر شي.

عبدالله له هغو هېوادونو او لوریو چې پر طالبانو اغېز لري هیله وکړه ترڅو طالبان وهڅوي چې د خبرو مېز ته کېني؛ ځکه په خبره یې هېڅ پرېکړه د پردې تر شا ممکن نه ده.

نوموړي لنډ مهاله حکومت ته په اشارې وویل، داسې هېڅ تجربه نشته چې د لنډمهاله حکومت په رامنځته کولو سره دې سوله وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په وینا، که طالبان جګړه بنده نه کړي، نو د سولې راتلل ناممکن دي.

ډاکتر عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د سولې خبرې پرېيښي او يوشمېر غړي يې د روسيې، ايران او ترکمنستان په سفرونو تللي دي.

Views: 73

Exit mobile version