Pajhwok Afghan News

ولسمشر د هرات اسلام کلا ګمرک اورلګېدنې پېښې څېړنې ته پلاوى وټاکه

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې پېښې د څېړلو لپاره يو لوړ پوړى پلاوى ګومارلى دى.

څو ورځې مخکې په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله د تېلو سلګونه ټانکر او د بېلا بېلو توکو سلګونه موټر وسوځېدل. حکومت وايي چې په دې پېښه کې ٢٠ کسان ټپيان شوي، خو نورې سرچينې وايي چې تر ٤٠ پورې کسان په کې سوځېدلي او مړه شوي دي.

د ولسمشر په هغه حکم کې چې پرون د سلواغې په ٢٩مه، يې ورکړى او يوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړى، راغلي چې د هرات  په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې پېښې د څېړنو لپاره يو پلاوى منظور شوى دى.

په دې پلاوي کې د سوداګرۍ وزارت او لويې څارنوالۍ مرستيالان، د هرات والي، د ملي امنيت، امنيت شورا، کورنيو چارو وزارت استازي، د ظفر قول اردو قوماندان، د ګمرکاتو عمومي قوماندان، د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې رييس، د صنعت او سوداګرۍ خونې رييس او د ترانسپورټرانو د اتحاديې رييس شامل دي.

په حکم کې راغلي، اړونده پلاوى به د اور لګېدنې پر څرنګوالي، زيانمنو شويو ته رسېدنې او د داډول پېښو د مخنيوي په اړه خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کوي.

Views: 52

Exit mobile version