Pajhwok Afghan News

د هرات سوداګرو د صنعتي ښارګوټي فعالیت درولو ګواښ وکړ

هرات ښار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۰): د هرات سوداګرو ګواښ وکړ، که تر راتلونکو لسو ورځو د ګمرک وضعیت او چلوونکو اعتصاب ته رسېدنه ونه شي، د صنعتي ښارګوټي ټول فعالیت دروي او د خواراکي او نفتي توکو ټوکې زېرمې له منځه ځي.

د هرات پانګه والو او سوداګرو نن په خبري ناسته کې د لارو د بندښت ګواښ وکړ.

د بارو وړونکو موټرو څښتنانو د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنې زیانونو نه جبران له امله له یوې اونۍ راهیسې اعتصاب پیل کړی او د هرات- اسلام کلا او هرات- تورغونډۍ لویې لارې یې د ټرانزیټ موټرو پر مخ تړلې دي.

اوس د سوداګرۍ، پانګونې، صنایع او کانونو خونو مسوولینو په خبري ناسته کې د هرات له یو شمېر سوداګرو سره د هرات لویو لارو تړلو د ناوړه پایلو ګواښ وکړ او وویل چې له یوې اونۍ راهیسې په اسلام کلا او تورغونډۍ ګمرکونو او پولې بله غاړه کې د سوداګریزو، صنعتي ښارګوټي کارخونې او نفتي توکو سلګونه موټر ولاړ دي او هغوی ته هره ورځ میلیونونه ډالر زیان اوړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال احمد سعید عظیمیان په تېرو دوو میاشتو کې د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنې په اړه د حکومت پر بې پامۍ له نیوکې سره وویل چې د ورځې به د اسلام کلا او تورغونډۍ ګمرکونو له لارو د سوداګریزو توکو له ۶۰۰ ډېر موټر هرات ته د ننه کېدل؛ خو نږې له یوې اوني راهیسې یاد موټر په دې ګمرکونو کې درېدلي دي.

هغه زیاته کړه: «که تر راتلونکو لسو ورځو په ګمرکونو کې د جدی فساد، موټر چلوونکو اعتصاب او ټرانسپورت برخو کې موجودو ستونز ته رسېدنه ونه شي، صنعتي ښارګوټی چې له ۲۵ زرو ډېر کسان په کې فعالیت کوي، بشپړ تړل کېږي او د خواراکي او نفتي توکو ګودامونه بشپړ له منځه وړل کېږي.»

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال عبداللطیف قناویزیان ګواښ وکړ چې د لویو لارو تړل کېدو له امله د خوارکي او نفتي توکو بیې۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې که دا چاره دوام وکړي، په یاد ولایت کې به کار او سوداګرۍ په بشپړ ډول ودریږي.

د هرات صنعت او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم هم د سوداګریزو مالونو د انتقال لارې بدلون او په صنعتي ښارګوټي کې د ۸۰ سلنه تولیدي فابریکو د تړل کېدو ګواښ وکړ.

هغه وویل: «د اور لګېدنې له رامنځته کېدو وروسته، د سوداګرۍ لارې له هراته بدلې شوې؛ یعنې ډېری سوداګرو د فساد او په ګمرکونو کې د نه همغږۍ له امله د خپل تجارت لارې بدلې کړې دي.»

په ورته مهال، د بار وړونکو موټرو څښتنان چې له یوې اونۍ راهسي یې اعتصاب پیل کړی، وایي چې حکومت تر اوسه قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی.

هغوی ګواښ کوي ترڅو چې تاوان یې ورنه کړل شي، د هرات-اسلام کلا او هرات-تورغونډۍ پر لویو لارو ټرانزیټي موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

په ورته مهال، د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وویل چې د اسلام کلا ګمرک د اورلګېدنې زیانونو کچه د مرکزي حکومت پلاوي له خوا څېړل شوې او راپور یې ولسمشر ته استول شوی او رسېدنه ورته کېږي.

قتالي له اعتراض کوونکو وغوښتل چې د لارو په تړلو دې خلکو ته زیان نه اړوي.

د یادونې ده چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور ولګېد چې د سوداګریزو او نفتي کوتو له ۷۰۰ ډېر موټر په کې وسوځېدل.

Views: 34

Exit mobile version