Pajhwok Afghan News

د څلورو وژل شوو سرتېرو مور خپلو کونډو او لمسيانو ته ډوډۍ نه لري

 ګردېز (پژواک، ١٢ کب ۹۹): د پکتيا يوه اوسېدونکې چې په يوه خټين کور کې له اتو يتيمو لمسيانو سره ژوند کوي وايي چې څلور زامن يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي خو بيا هم د سولې راتګ ته دعا کوي.

د سيدکرم ولسوالۍ دغه اوسېدونکې نياز بي بي نوميږي چې دا مهال د ګردېز ښار د شيخانو سيمې په يوه خټين کور کې ژوند کوي.

هغه وايي چې څلور زامن يې د هېواد او خلکو د ساتنې په لاره کې د ملي پوځ په ليکو کې وژل شوي او اوس د کور سرپرستي دې ته ور پاتې ده.

نيازبي بي له خپلو درې نږورګانو او اتو يتيمو لمسيانو سره په کرايه کور کې اوسیږي او په خبره يې د خرڅ، خوراک لپاره د نورو د کورونو کار کوي خو ځينې وختونه خلک هم ورسره مرسته کوي.

هغې وويل چې يو وخت يې ژوند خورا نېکمرغه او په کور کې يې د خندا اوازونه و، خو د جګړې تورې بلا ترې ټولې خوښۍ اخيستې او اوس يوازې اوښکې تويوي.

د نيازبي بي د ژوند کيسه ډېره خواشينوونکې ده، وايي خاوند يې ډېر کلونه مخکې مړ شوی او زامن يې په خورا ستونزو د خپل لاس د خياطي په پيسو رالوی کړي وو.

دا وايي: ((خياطي مې کوله، خلکو ته مې بړستنې جوړولې، چې رالوی شول، ډېر ښه ژوند مې و، د هېڅ شي کمی نه و؛ خو اوس بېرته ملنګه شوم. په هر څه پسې حيرانه يم. د کور کرايه نه لرم. درې نيم لکه روپۍ قرضداره يم، نور څوک قرض هم نه راکوي.))

له خاوند وروسته يې د ځوانو زامنو بېلتون ډېره دردولې او په څېره او غږ کې يې د ژوند د سختو ګوازرونو د بېرحمۍ اثار له ورايه ښکاري.

لوړ فشار، نفس تنګي او ځينې نورې ناروغۍ هم لري او وايي چې د زامنو له مرګ وروسته يې هيچا احوال نه دی اخيستی او نه يوازې مرسته نه ده ور سره شوې، بلکې د زامنو د وژل کېدو د کلنيو امتيازاتو کتابچې هم نه دي ورته جوړې شوې.

نيازبي بي وايي، کوچنۍ وه چې په هېواد کې جګړې پيل شوې او د ژوند تر ټولو لويه هيله سوله يادوي؛ ځکه په خبره يې په سوله کې به مېندې او مېرمنې بورې او کونډې نه شي او ښه ژوند به ولري.

نوموړې زیاتوي که په هېواد کې سوله راشي، د زامنو د بايللو درد به يې جبران او ښايي دا تر ډېره ارامه شي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((ژوند مو ډېر سخت تېريږي، هره ورځ يو عذاب دی. سره، سپين ښکلي زامن مې وو، ښې وظيفې يې اجرا کړې، خو اوس مو چا پوښتنه هم نه ده کړې. ولاکه چا لس افغانۍ هم راکړې وي. نه کور لرم، نه خېمه لرم او نه د خوراک لپاره څه لرم.))

د اکبر، عبدالله، عمر، بسم الله او بختيار مور په ژړا کې وايي، د سرتېري په ورځ به يې خپلو اولادونو ته مخامخ يا د موبايل له لارې مبارکي ورکوله، خو سږکال يې په دې ورځ د ټولو انځورونه رااخيستي او مبارکي يې ورته ويلې ده.

نیاز بي بي وويل چې وروستي زوی ته کوژدن شوې نجلۍ يې د پلار په کور کې پاتې شوې او که جګړې يې ترې زوی نه وای اخيستی، نو پاتې ناوې به يې خپل کور ته راواده کړې وای.

نوموړې زياته کړه: ((زه وايم چې ما هم په وطن ځان قربان کړی وای، خو ارمان چې هېڅوک نه لرم. عسکر چې ووينم لکه خپل بچي چې ووينم، وايم خويندې، مېندې به لري، لاس ورته لپه کړم، چې خدايه ته يې کامياب لرې. کاش سوله راشي. دا ځوانان نور ونه وژل شي او وطن په کرار شي.))

دا کړېدلې مور د خپلو لمسيانو حال او راتلونکي ته زياته اندېښمنه ده او وايي په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره تل دعا کوي.

نوموړې وويل چې جګړې افغانانو ته نه جبرانېدونکي زيانونه اړولي او که تر دې وروسته هم سوله وشي، لږ تر لږه د لمسيانو ژوند خو به يې ډاډمن شي.

نوموړې زياته کړه: ((دا درې ماشومان مکتب ته ځي. معلم صيب ورته ويلي و، چې بوټونه، جرابې او کالي را اغوندئ، خو ورته له کومه يې کړم؟ د شپې چې لمانځه ته جګه شم، دا دعا کوم چې خدايه نور سوله راولې، چې نور څوک زموږ په شان تباه نه شي.))

نوموړې له مسوولينو غواړي چې د کور او ژوند غم يې وکړي او په دې سخته ورځ يې لاس ونیسي.

نيازبي بي وويل: ((وطن مهم دی، وطن فرض دی. که له سړيو پاتې شوه، بايد نجونې ووځي او وطن وساتي؛ خو د وطن د شهيدانو کورنۍ بايد داسې بد حالت کې پرې نه ښودل شي. موږ دا قرباني د ځان لپاره نه، د وطن او خلکو لپاره ورکړې. دې وطن ته سوله راوستل د ټولو وظيفه ده.))

په دې اړه د پکتيا د شهيدانو، معلولينو او معيوبينو چارو آمر بختيار ځاځي پژواک ته وويل چې په دې هکله معلومات نه دي ور سره شريک شوي، خو هڅه به وکړي چې د نياز بي بي د زامنو د کلنيو امتيازاتو کتابچې ورته جوړې کړي.

د يادونې ده چې د نيازبي بي د کورنۍ ترڅنګ د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې خپل بچيان يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له لاسه ورکړي خو چا يې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

Views: 205

Exit mobile version