Pajhwok Afghan News

د اروزګان خلک: د طالبانو نفوذي بريدونو له امله د پوليسو مرګ ژوبله ډېره شوې ده

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ کب ۹۹): د اروزګان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسانو شمېر ډېر شوى چې له امله يې د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې يواځې په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو نفوذي کسانو د دو بېلابېلو بریدونو پر مهال لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې يې هم طالبانو له ځان سره وړې دي.

په دې اړه په اروزګان کې مدني فعال عبدالهادي اڅکزي پژواک ته وویل چې په دې وروستيو کې د پولیسو په لیکو کې د داخلي بریدونو کچه لوړه شوې ده.

اڅکزي وایي: ((طالبانو د مخامخ جګړې ترڅنګ په امنیتې، په ځانګړې توګه د پولیسو لیکو ته داسې کسان هم داخل کړي چې وخت ته په کتو بريد کوي او ډېر سرتېري وژني.))

دغه راز د اروزګان ولایتي شورا پخواني رییس امان الله هوتکي پژواک ته وویل چې د پولیسو په لیکو کې د طالبان پراخ نفوذ نه یوازې د هغوی د مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلی، بلکې په ډېرو سيمو کې د پوستو د سقوط لامل هم شوى دى.

د هوتکي په اند، د داخلي بریدونو مرګ ژوبله تر مخامخ جګړې زیاته ده او د طالبانو دا تخنیک د هغوی لپاره خورا ګټور تمام شوی دى.

هغه وايي: ((سره له دې چې د پوليسو په ليکو کې طالبان شته دي، په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت يو شمېر امنيتي مسوولين له طالبانو سره د لاس لرلو په تور هم نيول شوي دي.))

دغه راز د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي حمیدالله هم وایي، په داخلي بريدونو کې نفوذي کسان سره له دې چې پوليسو ته مرګ ژوبله اړوي، وسلې او مهمات يې هم له ځان وړي.

هغه زياته کړه: ((د کورنیو چارو وزارت د پولیسو لیکو کې د ګومارنې پر مهال بايد داسې لارې چارې په نظر کې ونيسي چې له مخې نفوذي کسان بايد د پوليسو ليکو ته لار پيدا نه کړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې اړوند مسوولين بايد دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

بل لور ته په دې اړه د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال علي احمد عذایي پژواک ته وویل، جدي هڅې روانې دي چې د پوليسو په ليکو کې د نفوذي بريدونو مخه ونيول شي.

دى وايي: ((په کومو کسانو چې زموږ شک راشي د پوليسو له ليکو څخه يې باسو او د قانون منګلو ته يې سپارو.))

د قوماندان په وينا، په دې وروستيو کې یې د پوليسو له ليکو دوه نفوذي کسان پيدا او د قانون منګلو ته يې سپارلي دي.

امنیه قوماندان وایي، هڅې روانې دي چې د جلب او جذب په پروسه کې له داسې لارو چارو کار واخيستل شي چې له مخې د نفوذي کسانو مخه ونيول شي.

د يادونې ده، د ارزوګان ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم په کراتو د نفوذي کسانو له لوري د پوليسو ترڅنګ نورو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 19

Exit mobile version