Pajhwok Afghan News

کابلوف : د مسکو ناسته کې ټولو د ګډون بلنه منلې ده

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٩) : د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې جوړېدونکې ناسته کې ټولو بلل شويو کسانو د ګډون پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دا ناسته راتلونکې اوونۍ د مارچ په ١٨مه، د( کب په ٢٨مه) په مسکو کې جوړه شي.

په کابل کې د روسيې سفير په دې اړه د افغانستان حکومت، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جنرال دوستم، حکمتيار او ګڼ شمېر نورو سياسيونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

دغه راز روسيې په قطر کې د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړې ده.

د روسيې دولتي اژانس (ټاس) د کب په ٢٢مه، د افغانستان لپاره د روسيې د بهرينو چارو وزارت د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له خولې ليکلي چې په دې ناسته کې بلل شويو ټولو کسانو د خپل ګډون ډاډ ورکړى دى.

کابلوف زياته کړې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه منلې ده.

خو پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي و چې تر اوسه يې د مسکو په ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

د روسيې ځانګړي استازي څو ورځې مخکې ويلي و چې دا ناسته دامريکا، چين، پاکستان او روسيې په ګډې همغږۍ جوړېږي.

هغه زياته کړې وه، د دې هېوادونو استازي هم په کې ګډون کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون په دوحه کې د قطر او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د مسکو ناسته د دوحې له مذاکراتو سره د مرستې په موخه جوړېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر دوه ورځې مخکې په کابل کې د روسيې سفير سره د ليدنې پر مهال ويلي و چې حکومت په دې ناسته کې د ګډون په اړه غوره کوي.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم هم پژواک ته منلې وه، چې د روسيې له خوا ورته بلنه ورکړل شوې، خو د ګډون په اړه يې مشران غور کوي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او سياسيونو دوه ناستې شوې دي.

Views: 152

Exit mobile version