Pajhwok Afghan News

د لوګر له مس عينک سيمې څخه يو کال کې ٣١٠٠ قلمه تاريخي اثار ترلاسه شوي

پل علم (پژواک، ٢٨ کب ٩٩): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د مس عينک له سيمې څخه په روان کال کې ٣١٠٠ قلمه تاريخي اثار ترلاسه شوي چې يو شمېر يې ملي موزيم ته سپارل شوي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د يونسکو ادارې په مالي او تخنيکي مرسته له تېرو نهو کلونو راهيسې د مس عينک په سيمه کې د تاريخي اثارو د موندلو په موخه کيندنې روانې دي.

تسل زياته کړه: ((د باستان شناسۍ د تخنيکي او مسلکي انجينرانو ترڅنګ ٣٣٦ کسان په دغه سيمه کې په کېندنو بوخت دي او دغه کيندنې به تر هغه وخته روانې وي، ترڅو د دې غونډيو لاندې ټول تاريخي اثار وموندل شي.))

دى وايي چې يواځې په تېر يو کال کې له يادې سيمې څخه ٣١٠٠ تاريخي اثار ترلاسه شوي چې تر ترميم او پاکولو وروسته ځينې يې ملي موزيم او نور يې د لوګر موزيم ته سپارل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو اثارو کې مجسمې، سفالي، مسي، ګچي، نقريي او نور توکي شامل دي.

ده وويل چې طبيعي آفاتو او د ډېر وخت تېرېدو له امله ډېرى تاريخي اثار سخت زيانمن شوي چې په سيمه کې د مسلکي کسانو له خوا يې د ترميم چارې هم ترسره کيږي.

د نوموړي په وينا، په پلان کې ده چې د محمداغې ولسوالۍ په اصحاب بابا ښارګوټي کې د لرغونو اثارو د ساتنې په موخه يو بل موزيم هم جوړ شي.

خو بل لورته د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې د مس عينک په سيمه کې د تاريخي اثارو د کيندنې چارې ټکنۍ روانې دي.

ده زياته کړه: ((دغه کار بايد په دوو کلونو کې خلاص شوى واى ترڅو د مس د استخراج کار شروع شوى واى، خو اوس دغه دى نږدې لس کاله وشول او د دوى کار تر اوسه نه دى خلاص.))

د يادونې ده چې د لوګر د مس عينک کان د محمد اغې ولسوالۍ ختيځ ته په لس کيلومترۍ کې پروت دى چې په ١٣٨٨ کال کې يې د استخراج تړون د ام سي سي په نوم له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسليک شو، خو تر اوسه يې د مسو د استخراج عملي چارې نه دي پيل شوې.

Views: 167

Exit mobile version