Pajhwok Afghan News

د هرات د کرنیزو او تولیدي محصولاتو صادرات ۳۰ سلنه ډېر شوي

هرات ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۰): د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دغه ولایت د کرنیزو او تولیدي محصولاتو صادرات، ۳۰ سلنه ډېر شوي دي.

د هغه خبرپاڼې له مخې چې د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا پژواک ته رسېدلې، راغلي چې د مخکې کلونو په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې بهرنیو هېوادونو ته د هرات د کرنیزو او تولیدي محصولاتو په صاراتو کې ۳۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، ۴۹ ټنه کرنیز، تولیدي محصولات او وچې مېوې له هراته بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

خو د هرات سوداګراۍ خونه وایي چې په ۱۳۹۹ کال کې د دې ولایت ۶۵ ټنه کرنیز او تولیدي محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۳۹۹ کال د صادراتو ارزښت، ۷۶ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

په دې اساس، د ۱۳۹۹ کال صادرات چې ۱۶ زره ټنه کرنیز محصلات دي او ارزښت یې ۵ میلیونه ډالری دی، د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړوالی ښیي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین ټینګار کوي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا له خپراوي سربېره یې په صادراتو کې لوړوالی درلود.

د هرات سوداګرۍ خونې مسوولین بیا ټینګار کوي چې تر ټولو ډېر یې شنه زیره، د هندواڼې زړي، شمش سُروب او ممیز صادر کړي دي.

په ورته مهال، په هرات کې د ممیزو یوه سوداګر سیدعبدالرحیم د هرات د سږنیو صادراتو ډېروالي په اړه خوښي څرګنده کړه.

هغه وویل: ((له دې سره سره چې سږ کال د کرونا ناورین و، بیا مو هم وکولای شول خپل ممیز بهرنیو هېوادونو ته صادر کړو.))

د هرات سوداګر هیله من دي چې په روان کال کې د کرونا بحران له پای ته رسېدو سره، له مخکې کال څخه د صادراتو په کچه کې ‌ډېروالی راشي.

Views: 16

Exit mobile version