Pajhwok Afghan News

هرات کې موټربم برید ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات ښار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۰): د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت غوریان ولسوالۍ کې موټربم برید دوه امنیتي منسوبین وژلي او د ۱۲ ملکي وګړو په ګډون یې ۱۶ کسان ټپیان کړي دي.

د هرات والي سید عبدلوحید قتالي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه دوه بجې طالبانو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر مرکز او د غوریان ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ چې دواړه نږدې موقعیت لري موټربم برید کړ یدی.

نوموړي وویل، موټربم موخې ته تر بشپړې رسېدنې مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی دی.

والي زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د والي په خبره، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي هم ټپیان شوي او د استوګنې څلور کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ټپیان او جسدونه یې له ځان سره انتقال کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یاد موټربم برید په تایید وویل، تېره شپه یوه ځانمرګي چې غوښتل یې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید وکړي موخې ته تر رسېدو مخکې پولیسو پېژندلی او له منځه یې وړی دی.

هغه زیاته کړه په دې پېښه کې یو پولیس منسوب برسېرن ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د غوریان اوسېدونکي وايي چې په دغه موټربم برید کې خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د دوی په خبره، د پېښې ځان ته نږدې څو کورونه یو څه ویجاړ شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې هم طالبانو د هرات زنده جان ولسوالۍ پر «بازارک» پوسته چې د غوریان ولسوالۍ په ګاونډ کې پرته ده موټربم برید وکړ، چې له امله یې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ټپیان وو.

Views: 99

Exit mobile version