Pajhwok Afghan News

ولسمشر: د طبي تجهیزاتو قاچاق کوونکى به په ٢٠ کاله بند محکوم شي

کابل (پژواک، ١٣ غويى ١٤٠٠) : د عامې روغتیا وزارت وايي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې که په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن یو بالون او طبي تجهیزات ورک شي مسوول کس به په ۲۰ کاله بند محکوم کړي.

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پژواک تېر کال پاکستان ته د ٣٢ وينټالوټورونو د قاچاق خبر ورکړى و.

https://pajhwok.com/ps/2020/06/22/ventilators-donated-to-moph-smuggled-to-pakistan-2/

د عامې روغتيا وزارت له خوا د غويي په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره د مبارزې څرنګوالی د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې و ارزول شو.

سرچينې زياته کړې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې، په هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې پروړاندې د مبارزې او په دغې برخه کې د روغتیا وزارت له خوا د ترسره شويو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، لومړی د کرونا ویروس له درېيمې څپې سره د مبارزې لپاره د ولسمشر لارښوونې چې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې شوې وې، په اړه یې خبرې وکړې او له روغتیایي مسوولینو څخه یې د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

ډاکټر مجروح زیاته کړه چې د ډېرعمر او دوامداره ناروغي لرونکي کسانو لپاره د کرونا واکسین د تطبیق لومړيتوب بندي، د هغو خلکو ګومارلو ته لومړیتوب ورکول چې دمخه یې کار کړی او له پامه غورځېدلي، په ټولو ولایتونو کې د طبي تجهیزاتو د موجودیت او د کوویډ -۱۹ مرکزونو کې نشتوالي ارزول شامل دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت سرپرست وويل چې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې بهر ته د طبي تجهیزاتو د قاچاق مخه ونیسي او که چېرې په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن یو بالون او طبي تجهیزات ورک شوي وي مسوول کس به په ۲۰ کاله بند محکوم کړي.

له بلې خوا، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د تخنیکي کمېټو مسوولینو او د ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو په هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې لپاره د ترسره شویو اقداماتو په اړه خبر ورکړ او د   عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

Views: 295

Exit mobile version