Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې يو پاکستانی ځانمرګی نيول شوی

جلال اباد (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار د ملي امنيت ادارې له لوري يو پاکستانی ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوی دی.

د ننګرهار ملي امنيت رياست له لوري د غويي په ۲۰مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی چې ځانمرګي بريد ته اماده شوی و، ونيول شو.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې مربوطاتو کې ملي امنيت له لوري د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی حسن الرحمن چې پر امنيتي ځواکونو يا چېرته د ګڼې ګوڼې په ځای کې د ځانمرګي بريد پلان درلود، ونيول شو.

د خبرپاڼې په حواله، نوموړي اعتراف کړی چې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی دی او هلته په يوې مدرسه کې د طالبانو په ليکو کې له جذب وروسته جلال اباد ښار ته د ځانمرګي بريد په موخه انتقال شوی دی.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 452

Exit mobile version