Pajhwok Afghan News

بلخ کې بېځایه شوي: زموږ به هغه ورځ اختر وي چې سوله راشي

مزارشريف (پژواک، ۲۴ غويى ١٤٠٠): د بلخ مرکز مزارشريف ښار ته د شمال زون له نورو ولايتونو د جګړو له امله راغلې کورنۍ وايي چې د خپل کلي او کور په اخترونو پسې خپه شوي دي.

دوی زياتوي چې د کډوالۍ او بېوزلۍ په ماحول کې د اختر لمانځنې لپاره يې هېڅ ډول تياری نه دی نيولی.

د جګړو له امله دغه بېځايه شوې کورنۍ له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې او اوربند په کولو سره دوی ته زمينه برابره کړي څو بېرته خپلو سيمو ته لاړې شي.

۳۵ کلنه نجيبه د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې اته مياشتې وړاندې يې د جګړو له امله خپله ولسوالي پرېیښې او له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره مزار ښار ته راکډه شوې ده.

هغه وايي، دا يې لومړی ځل دی چې له خپل کور، کلي او خپلوانو لرې پرې اختر راځي.

دغه بېځايه شوې مېرمن زياتوي چې مهاجرت او بېوزلي اختر لپاره يې هېڅ ډول تياری نه دی نيولی.

نوموړې زياتوي چې په خپل کلي کې به يې د اختر له راتلو څو ورځې مخکې خپل ځان او ماشومانو ته جامې کولې او بيا به د اختر ورځو کې خپلوانو کورونو ته ورتلل.

نجيبې په داسې حال کې چې د خپل تور ټيکري پېڅکه يې سموله، پژواک ته يې وويل: ((له اختره ډېرې ورځې مخکې به موږ په تياري بوخت وو، بيا به د اختر ورځو کې خوشاليانې وې، خپلوانو کورونو ته به تلو او ماشومانو به لوبې کولې؛ خو اوس مو ټول ژوند دغه يوه خېمه ده او په دې ځای کې هېڅ داسې حس نه کوو چې ګني اختر به وي.))

د هغې په خبره، هغه ورځ به یې له اختره زياته وي چې سوله او اوربند وشي او دا له خپلې کورنۍ سره بېرته خپلې سيمې ته ستنه شي.

د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکی غلام نبي چې دمګړۍ د مزارشريف لوېديځ لور ته د کډوالو په يو کمپ کې اوسي، وايي چې د بېوزلۍ له امله يې د اختر لپاره هېڅ سودا نه ده اخيستې.

هغه زياتوي، نږدې ټولې روژې يې په داسې ډول نيولې چې په پيشلمي کې به يې وچه ډوډۍ له چای يا يخو اوبو سره خوړله.

غلام نبي وويل: ((اختر خو هغه وي چې رنګارنګ مېوې واخلې، خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته جامې واخلې، بيا په ګډه سړی خپلوانو باندې وګرځي؛ خو متاسفانه موږ له دې خوښۍ محروم يو او اختر نه لرو.))

هغه زياته کړه که جګړه نه وای نو اوس به دی هم له خپلې کورنۍ سره په خپله سيمه کې و او په وينا يې د اختر له جشن څخه به يې خوند اخيستی وای.

د هغه په خبره، له خپل کور، کلي او خپلوانو لرې ورته اختر بې معنا دی.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکی نظرګل هم د جنګ له امله خپله سيمه پرېیښې او اوس په مزار ښار کې د کډوالۍ په خېمه کې ژوند کوي.

نوموړى هيله لري چې د اختر د درېیو ورځو دغه اعلان شوی اوربند دې وغځېږي، څو په دې سره سولې او ثبات ته د رسېدو لاره پرانيستل شي.

نوموړي وويل چې په هېواد کې له روانو جګړو، وژنو او بې کوره کېدو سره ډېری افغانان د اختر خوښي د پخوا په څېر نه شي لمانځلی.

د هغه په وينا، حکومت او طالبان بايد د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او روان تاوتريخوالی دې پای ته ورسوي.

دغه بېځايه شوی وايي، هغه ورځ به ورته تر ټولو ښه اختر وي چې جګړه پای ته ورسېږي او دی له خپلې کورنۍ سره بېرته خپلې سيمې ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزارت په وينا چې په افغانستان کې د جګړو له امله د داخلي بېځايه شوو کورنيو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.

د کډوالو چارو وزير نور رحمان اخلاقي تېره اوونۍ بلخ ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو چې له داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د لازمو مرستو کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

هغه ويلي وو چې لومړی به د بېځايه شوو کورنيو حقيقي شمېر معلوم کړي او وروسته له هغه به بېځايه شوو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.

وزير وايي چې د داخلي بېځايه شوو غوڅ اکثريت يې د جګړو او نا امنيو له امله خپلې سيمې پرېیښې دي.

Views: 50

Exit mobile version