فراه ـ چاریکار (پژواک۶ غبرګولی۱۴۰۰): وسله والو مخالفینو په فراه ولایت کې د دولت یوه کارکوونکې وژلې، بلخوا پروان ولایت کې یوه ۲۸ کلن ځوان د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازیګر یوه ۵۰ کلنه ښځه د فراه ښار په کوکشیب کلي کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ده وژل شوې ده.
حضرتي وایي چې دغه مېرمن کبرا فایز نومېده او په فراه کې د ماشومانو د تربیې او اصلاح د مرکز د حقوقو مدیره وه.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
د یو بل خبر له مخې په پروان کې یوه ۲۸ کلن ځوان د رواني ناروغۍ له امله ځان د توتانو په ونه کې غرغره کړی.
د پروان امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صدیق هاشمي د دغې پېښې د تائید ترڅنګ پژواک ته وایي چې دغه پېښه د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار پایین کوڅه کې رامنځته شوې ده.
هاشمي د وژل شوي ځوان د کورنۍ په خبره وایي چې دوی پرهېچا د زوی د وژنې ادعا نه لري، دغه ځوان د رواني ناروغۍ له کبله ځان په دارکړی دی.
Views: 50