Pajhwok Afghan News

«ایران په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي»

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس سره په لیدنه کې د دې ترڅنګ چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، ویلي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري؛ هېواد یې د خبرو له لارې د سولې غوښتونکی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شورا رییس ډاکتر عبدالله پرون (د غبرګولي ۲۷مه) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د انتالیا ډیپلوماسۍ ناستې په څنډه کې کتلي دي.

سرچینه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې لپاره پر هڅو، د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او د هېواد پر وروستیو سیاسي- امنیتي تحولاتو بحث او خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې په حواله، ظریف په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې ایران په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او دې ستونزې ته په کتو افغانستان نظامي حل نه لري، هېواد یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل ملاتړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او چمتو دی چې له دغه هېواد سره د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس، له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستو کې د ایران د همکارۍ او ملاتړ ښودو له امله مننه وکړه او په هېواد کې د سیاسي- امنیتي وضعیت او د سولې په برخه کې د وروستیو هڅو په اړه یې خبرې وکړې.

ډاکتر عبدالله په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري؛ که طالبان فکر کوي پر افغانستان له نظامي لارې واکمن کېدای شي، د هغوی دغه محاسبه سمه نه ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان د حکومت لوری چمتو دی څو له رامنځته شوي فرصته جګړې او وینې تویېدنې ته د خبرو لارې خاتمه ورکړي او دا د طالبانو مسوولیت چې دغه فرصت له لاسه ور نه کړي.

د یادونې ده، ډاکتر عبدالله د ترکیې په رسمي بلنه په انتالیا ښار کې د ډیپلوماسۍ مجمع ناسته کې د ګډون په موخه پرونه دغه هېواد ته سفر وکړ.

دغه ناسته نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په خبرو رسماً پیلېږي چې په کې به د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران، د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون ولري.

په دې ناسته کې تر ډېره د سیمې پر سوله، له کډوالو سره د بشردوستۍ پر چلند او په منځنۍ اسیا کې پر ثبات بحث او خبرې وشي.

Views: 33

Exit mobile version