Pajhwok Afghan News

حکومت: د پاکستانیو چارواکو ” له حقیقته لرې ” څرګندونې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان او پاکستان ترمنځ لفظمي کشمکش بیا زور اخیستی او د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستانیو چارواکو غیر واقعي او له حقیقت څخه لرې څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ښې نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۲۹مه، پژواک اژانس ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو، په افغانستان او سیمه کې یوې دایمي سولې ته د رسېدلو په موخه د پاکستانیو چارواکو بېلا بېل ډول څرګندونې دغې پروسې ته زیان رسوي او د سولې پروسې په ګټه نه دي.

سرچینې زیاته کړې، د پاکستان له دولتي چارواکو د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه داده، چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې هغوی د بین الافغاني مذاکراتو میز ته حاضر کړيو څو په افغانستان کې جګړه او وینه تویېدنه بنده شي .

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغه کار سره به د نړیوالې ترهګرۍ ګواښنه له منځته ولاړ شي او په افغانستان کې سوله چې د پاکستان او نړۍ په ګټه هم ده، تامین شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستانیو چارواکو له خوا غیر واقعي او له حقیقت څخه لرې څرګندونې د دواړو هېوادونو اړیکو لپاره ښې نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان ژمن دی چې له ټولو دیپلوماتیکي لارو له پاکستان سره پر ټولو مهمو او بنسټیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لفظي کشمکش یو ځل بیا له طلوع نیوز سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له مرکې سره پیل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طلوع تلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې ټاکل شوې نن ماښام خپره شي، ویلي دي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د ډېرېدو په هکله “مبالغه”کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د داعش په څېر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې لاس لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د قریشي د دغو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

محب په خپل ټویټر کې لیکلي، “طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي  ډک عملیات پیل کړي. موږ پوهیږو چې هغوی څنګه او ولې د دې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او له هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی..”

ده زیاته کړې، ښایي قریشي دا هم رد کړي چې اسامه بن لادن د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې نه و موندل شوی.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب پر ټویټ کلک غبرګون ښودلی دی.

دغه وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاسوهنو په اړه د حمدالله محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللې دي.

دغه وزارت ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی .

سرچینې زیاته کړې چې حمدالله محب د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.

د یادونې ده چې حمدالله محب د تېرکوچني اختر پر مهال په ننګرهار کې هم پر پاکستان توندې نیوکې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پرې اعتراض وکړ.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان له حمدالله محب سره اړیکې پرېکړې کړې دي، خو محب ویلي و چې هغوی دې لومړی له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

Views: 79

Exit mobile version