Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د پاکستات په پارلمانو ټاکنو کې هېڅ یو ګوند اکثریت ترلاسه نه کړل، اوس یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وایي، پخواني ولسمشر غني د واک ساتلو لپاره سوله نه کوله، اوسني چارواکي دې نورو افغانانو ته هم حکومت ځای ورکړي او د خپل ولس غوښتنې دې ومني.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربهتوب ته چمتو دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر کابل کې له خلکو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د خلکو غوښتنو او ستونزو ته حللارې پیدا کوي.
له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ورکولو کمېټې مسوولين وايي، د هېواد یو شمېر ولايتونو کې هغو راستنو شوو ته ۲۰۰ زره نومرې ځانګړې شوې چې سرپناه نه لري.
کابینې یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د سرطاني او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې دننه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ماسټرۍ او دکتورا لګښت د دغه وزارت له بودجې ورکول کېږي.
له پاکستان او ایرانه یو شمېر را ایستل شوي افغانان چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي، له سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو له امله مننه کوي، خو د سرپناه او کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې حکومت دې د واخان لويې لارې پاتې چارې بېرته پیل کړي، څو له چین سره د سوداګرۍ لپاره واټن کم شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن