نیلي (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د رباط سیمې په یوه لرې غزنۍ سیمه کې یو سپینږیری چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د «برکګنډلو» په صنعت کې تېر کړي، وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار غوړېدلی دی.
بلخوا، هغه خوښ دی چې د سیمې یو شمېر ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
۱۵ کاله مخکې هغه مهال چې پر خلیفه سرورو د ژوند سختې راغلې، هغه د وریو له وړیو څخه کوټونه، واسکټونه او دریشيګانې جوړولې او بازار ته یې وړاندې کول.
دغه برکګنډونکي د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې پخوا هم دغه صنعت څه ناڅه دود و، خو د هغه د کارونو ظرافت د برک د خرڅلاو بازار ته لا وده ورکړې ده.
هغه وايي چې له دې لارې یې ډېر شمېر ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
خلیفه سرور څرګنده کړه چې له یوه بنسټ سره په همکارۍ یې په څو دورو کې ډېر شمېر ښځو ته د «برک» د اوبدلو او جوړولو روزنه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: «دغو ښځو اوس وړۍ اوبدل او نور لومړني کارونه زده کړي او هره یوه یې په خپل کور کې جوړوي او پر ما یې پلوري څو زه یې وګنډم.»
نوموړي وویل چې د دغه صنعت ارزښت ډېر دی او پېرېدونکي یې د دایکنډي له بېلابېلو سیمو او ان د بلخ او کابل ولایتونو څخه دي.
دغه سړی وايي چې د «برک» یو کوټ په څه باندې ۲۰ زره افغانیو پلورل کېږي او ډېر د دولت او موسسو کارکوونکي د برک د بالاپوش، چپن، کوټ، دریشي او واسکټونه فرمایش ورکوي.
نوموړي څرګنده کړه: «د وریو وړۍ اوبدو، وروسته یې په دیګ کې د جوشوو اوبو په منځ کې یې ښه موښو څو نرم شي او پارچې یې په لرګي تاوو، څو ورځې یې د لمر لاندې ږدو تر څو چمتو شي.»
د هغه په خبره، اوسمهال د دایکنډي په کچه یوازې دی په ماهرانه توګه د «برک» د ګڼدلو او جوړولو کار کوي او په دې کار کې لوړ لاس لري.
خلیفه سرور وايي، «برک» ډېر فیشني، ښکلی او دغهراز ژمي کې ډېر تود وي، له همدې امله ډېر پېرېدونکي لري. د هغه په خبره، اوسمهال له نیلي څخه د څه باندې ۲۰ زره افغانیو په بیه څو فرمایشونه تر کار لاندې دي.
هغه زیاته کړه، د رباط سیمې یو شمېر خلک برک جوړوي خو ګنډل یې یوازې دی په یوې کوچنۍ خیاطۍ کې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې د «برک» ټول کاروبار یې د خیاطۍ په لومړنیو وسایلو او ماشین ترسره کېږي.
دغه محلي برک ګنډونکی وايي، په دې وروستیو کې دغه صنعت پرمختګ کړی او اوس یې د شپې او ورځې کار د برک ګنډل دي. د هغه په خبره، له دې لارې د کورنۍ ټول لګښت پوره کولی شي.
نوموړي وویل: «ټول ولایت کې څوک په ماهرانه توګه د برک په ګنډلو نه پوهېږي، زه هم ورځ تر بلې کمزوری کېږم او په دې وروستیو کې دا چې پېرېدونکي هم ډېر شوي، فرمایشونو ته رسېدنه نشم کولی.»
نوموړی د حکومت د ملاتړ غوښته کوي څو د دغه صنعت د حرفوي زدهکړې کورس پرانیزي او ماهر زدهکوونکي وروزل شي او دی هیله لري چې دغه صنعت له هغه وروسته ژوندی پاتې شي او له منځه ولاړ نشي.
د خلیفه سرور د معلوماتو له مخې، دایکنډي کې د برک د تولید فابریکه نشته او هغه په ازاده توګه د خپلو لومړنیو وسایلو له لارې دغه صنعت پر مخ وړي.
نوموړی د برک جوړولو د کار جریان د سختیو بیانولو ترڅنګ وايي، دغه صنعت ډېر ښه عاید لري.
هغه زیاته کړه، د دایکنډي په نورو ولسوالیو کې د برک ګنډل نشته او څوک چې د برک لېوال دي، اړ دي چې له لرې پرتو سیمو څخه هغه ته راشي.
هغه هم له خلکو غواړي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې دغه کار ته پرمختګ ورکړي.
په همدې حال کې، د نیلي ښار اوسېدونکی سیداحمد چې د ۲۱ زره افغانیو په ارزښت یې د برک له ټوکره د یوه کوټ جوړولو فرمایش ورکړی، وايي: «یوه ملګري مې اغوستی و، ډېر ښایسته و، ما هم شوق وکړ، یو دانه مې فرمایش ورکړ.»
دغه راز، ځینې ښځې چې د له وړیو د برک جوړولو لومړني کارونه کوي، وايي، کولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو د لګښتونو په پوره کولو کې برخه واخلي.
د معصومې په نوم یوې ښځې په دې اړه پژواک ته وویل چې کوچني وري ساتي او وړۍ یې د برک ټوکر جوړولو لپاره اوبدي.
هغې زیاته کړه: «ډېر ښه دي، اوس پسونه غټوو، خپله هم ګټه لري او وړۍ یې اوبدو او په بازار کې یې پلورو چې ټوکر ترې جوړ کړي.»
هغې زیاته کړه چې د برک له ټوکر د توکو جوړولو امکانات نه لري، خو د جوړولو لومړني پړاوونه خپله ترسره کوي او د برک پر ګنډونکي یې پلوري.
هغې څرګنده کړه چې ډېرو ښځو دغه کار ته مخه کړې او له دې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي.
بلخوا، د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولین وايي چې د برک ټوکر ګنډلو صنعت د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ په رباط سیمه کې دود دی.
د دايکنډي د صنعت او سوداګرۍ رييس خانعلي شهرستاني وايي، په دغه ولايت کې د ګنډلو د صنعت کومه فابريکه نشته او خلک په شخصي پانګه او دودییزو امکاناتو کار کوي.
هغه زیاته کړه چې د برک له ټوکر جوړ شوي توکي ډېری شتمن خلک اخلي؛ ځکه چې بیه یې ډېره لوړ ده.
د هغه په خبره، له برک څخه د جوړو شوو توکو ترڅنګ، د وړيو جرابې، د وړیو دستکش او چرمي واسکټونه چې په دې سيمه کې جوړېږي، ډېر شهرت لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دایکنډي کې بېلابېل لاسي صنايع شهرت لري او اوږده تاريخي مخینه او د خلکو په منځ کې ډېر اهميت لري.
Views: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن