منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

دایکنډي

۱۹۶ راپورونه

راپورونه

د «زرغون راتلونکي» کمپاین؛ دایکنډي کې د غرونو د ځنګلونو او څرځایونو د بیا احیا لپاره د یوه ځوان هڅې

په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلونونو او نه پاملرنې له امله د دایکنډي د غرونو ځنګلونه او څرځایونه له منځه تللي او وچ شوي، خو په دغه ولایت کې د چاپېریال‌ساتنې برخې یوه فعال د «زرغون راتلونکي» تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی او هڅه کوي دغه غرونه بېرته زرغونه کړي.

دایکنډي کې یو شمېر خلک: د یوې ساده ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره کیلومترونه مزل کوو

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي یا ټیټ کیفیت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې اوس هم ډېری خلک اړ دي څو د یوې ساده ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره په کیلومترونو پلی مزل وکړي او لوړو غرونو او غونډیو ته وخېژي.

دایکنډي کې یو شمېر نجونو د اپلېکېشنونو له لارې بېلابېل مهارتونه زده کړي

د دایکنډي په لرو پرتو سیمو کې چې انټرنېټي خدمتونه او ښوونیز امکانات محدود دي، یو شمېر نجونو او ښځو د بېلابېلو ښوونیزو اپلېکېشنونو په کارونې سره تازه او نوي مهارتونه زده کړي او د خپل علمي او مسلکي پرمختګ لپاره یې نوې لارې پرانیستې دي.

د کورنیو چارو وزارت معین وړ او ژمنو کسانو ته د مسوولیتونو پر سپارلو ټینګار کړی

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین دایکنډي ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې باید په دندو کې له تداخل، قومي او ژبنيو تعصبونو ډډه وشي، دغه‌راز ویلي یې دي، امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره نېک، اسلامي او د اخلاقي اصولو مطابق چلند ولري.

دایکنډي کې سیمه‌ییز ټولګي؛ د لرو پرتو سیمو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت

د دایکنډي سخت جغرافیايي موقعیت او د کلیو لرې‌والی یې نه یوازې د ژوند بنسټیزو خدماتو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی، بلکې په یو شمېر سیمو کې یې د ماشومانو د زده‌کړو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

دایکنډي کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

دایکنډي کې سیمه‌ییر مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په لزیر سیند کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي چې له ډلې یې درې کسان د خلکو او امنیتي ځواکونو په هڅو ژغورل شوي او یوه بل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دایکنډي کې د اوبو ورځ تر بلې ککړېدو په اړه اندېښنه؛ غیرمعیاري سیپټیک څاګانې چاپېریال او د خلکو روغتیا ګواښي

د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د دوامداره وچکالۍ، د ورښت کموالي او د معیاري کانالیزاسیون سیسټم نشتوالي له امله د ځمکې لاندې اوبه مخ په ککړېدو دي او دا ستونزه د دغه ولایت د اوسېدونکو او ځایي مسوولینو د اندېښنې لامل شوې ده.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي: خلک دې په مراسمو کې د بېځایه لګښتونو پر ځای ټولګټي کارونه ترسره کړي

دایکنډي کې سره له دې چې ډېرې کورنۍ بېوزلې دي، لا هم د وادونو، د مړو د خیرات او نور مراسم په لوړو لګښتونو ترسره کېږي؛ داسې لګښتونه چې د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، نه یوازې پر خلکو اقتصادي فشار راوړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې مخه یې هم نیولې ده.

نور راپورونه