ژبه

دایکنډي کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

توسط فاطمه سروش

جولای 3, 2025 - 1:47 pm

Views: 180

<p style="text-align: justify;">نیلي (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): دایکنډي کې سیمه‌ییر مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په لزیر سیند کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي چې له ډلې یې درې کسان د خلکو او امنیتي ځواکونو په هڅو ژغورل شوي او یوه بل ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د بند برلان کلي څلور ځوانان پرون باغ زنانه ته څېرمه لزیر سیند ته د تفریح لپاره تللي وو چې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه چې درې کسان د ځايي خلکو او امنیتي ځواکونو په هڅو ژغورل شوي خو یوه ۱۹ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه له کورنیو او ځوانانو وغوښتل چې د ګرمۍ په فصل کې د اوبو ځایونو ته د تفریح پر مهال احتیاطي ټکو ته پاملرنه وکړي.</p>