Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځایي مسوولین وايي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کس او د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو دوه کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړ شوي دي.
د جاپان د سولې او روغتيا موسسه په ننګرهار ولايت کې د اوبو او کرنې برخو کې د یو اعشاريه اته ميليون ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پيلوي.
د ننګرهار مرستیال والي وايي، د دغه ولايت ټولې اړوندې ادارې له پاکستانه د کډوالو د راتګ دويمې څپې ته بشپړ چمتووالی لري.
د ننګرهار کانال رياست وايي، سږ کال یې پر ۲۲ زره جریب ځمکه غنم کرلي او هڅه کوي تر راتلونکو درېيو کلونو د دغه ولایت د غنمو اړتیا پوره کړي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وایي، امکان لري له کوچني اختر وروسته له پاکستانه د کډوالو راتګ دويمه څپه پيل شي او د دې لپاره دوی پوره چمتووالی لري.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ شو.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو خپلمنځي شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وايي، د دغه ولايت سوداګرو موافقه وکړه چې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک پاتې چارې به د دوی په لګښت بشپړیږي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ټکسي موټرو رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ موټر رنګ شوي دي.
د نورستان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د مالدارۍ فارم کې د څارويو ډېروالی او هغو ته پر وخت د درملو او خوړو رسېدو له امله به سږ کال ۲۱۶ زره لېتره شیدې تولید شي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن