Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وایي، امکان لري له کوچني اختر وروسته له پاکستانه د کډوالو راتګ دويمه څپه پيل شي او د دې لپاره دوی پوره چمتووالی لري.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ شو.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو خپلمنځي شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وايي، د دغه ولايت سوداګرو موافقه وکړه چې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک پاتې چارې به د دوی په لګښت بشپړیږي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ټکسي موټرو رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ موټر رنګ شوي دي.
د نورستان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د مالدارۍ فارم کې د څارويو ډېروالی او هغو ته پر وخت د درملو او خوړو رسېدو له امله به سږ کال ۲۱۶ زره لېتره شیدې تولید شي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي او ښار ته له ولسواليو راغلي خلک وايي چې د اختر په نږدې کېدو سره د رختونو او جامو ګنډلو نرخونه لوړ شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، د تورخم له لارې هېواد ته په ناقانونه بڼه د مخرب ګاز واردېدو مخه نیول شوې ده.
د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د وسلهوالو غلو هغه ۱۸ کسیزه ډله یې نیولې چې له پوځي یونیفورم په ګټې اخیستو به یې خلک لوټل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن