جلالاباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقیبالله رحيمي د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د «Jhpiego» په نوم یوې امریکايي خیریه ادارې د دغه ولايت له سیمهییز تخصصي روغتون سره د طبي وسایلو او مصرفي موادو مرسته وکړه.
هغه د ماشینونو او وسايلو د شمېر په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو تجهیزاتو کې سکشن ماشینونه، پلس اوکسیمیټر، ترمامیترونه، نیبولایزرې، ايسيجي ليډونه، اکسېنجن بلینډر، چپنې او مصرفي مواد شامل دي.
د رحيمي په وينا، یاده مرسته د ننګرهار د عامې روغتیا رييس مولوي امینالله شریف ته د یادې ادارې د مسوولینو له لوري تسلیم شوه.
روغتيايي چارواکي وايي، د دې مرستې په ترلاسه کولو به په ننګرهار کې د مور او ماشوم درملنه چټکه او د مړینې پېښې به یې کمې شي.
د Jhpiego اداره چې د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون تر چتر لاندې په ۱۹۷۳ کال کې رامنځته شوې، په ټوله نړۍ کې د روغتیا برخه کې د بېوزلو هېوادونو له وګړو سره مرستې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP