Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد کې د ګڼې‌ګوڼې او د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د موټرو اډې له ښاره بهر کېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار د چاپېريال‌ساتنې اداره وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د هوا ککړتیا او ګڼې‌ګوڼې مخنيوي په موخه د لیني موټرو اډې له ښاره بهر ساحو ته لېږدول کېږي.

په موټرو کې د ناسمو سون‌توکو استعمال او د ښاري اډو موجوديت په ښار کې د هوا د ککړتیا لوی لاملونه ګڼل کېږي چې مسوولین وايي، د دې ستونزې د هواري لپاره پلان جوړ شوی دی.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي، د ژمي په راتلو سره دلته هوا ورځ تر بلې ککړېږي چې ورسره موسمي او تنفسي ناروغۍ هم مخ په ډېرېدو دي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي صديق‌الله پژواک اژانس ته وويل، د ژمي په راتګ سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه زیاتېږي چې ورسره هوا هم ککړتیا پيدا کوي او ناروغۍ هم ورسره ډېرېږي.

هغه زياته کړه: «د چاپېریال‌ساتنې اداره باید د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې جدي کار وکړي، د موټرو ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، موټرو کې غلط تېل استعمالېږي چې ورسره لوګی کوي او د هوا ککړتیا ډېرېږي.»

دغه‌راز، د ښار يوه بل اوسېدونکي شېراحمد پژواک ته وويل، د چاپېریال‌ساتنې اداره باید هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو واردېدو، د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د خښتو بټیو کې د بې‌کیفته توکو سوځېدو او په جلال‌اباد ښار کې د هغو نقلیه وسایطو او نورو کارخونو د فعاليت مخه ونیسي چې ډېر لوګي تولیدوي او د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

نوموړي وويل: «په جلال‌اباد ښار کې د هوا د ککړتیا لاملونه د ښار په داخل کې یو شمېر کارخونې، جنراتورونه، سره‌رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ، زړې موټرې، رېکشاوې او د کورنیو له لوري د ژمي په موسم کې د ربړونو او ټایرونو سوځول او نور ګڼ عوامل دي چې باید د چاپېریال‌ساتنې اداره یې د مخنیوي برخه کې لاس په کار شي.»

خو د ننګرهار د چاپېريال‌ساتنې اداره وايي چې د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې چټکې کړې دي.

د ننګرهار د چاپېريال‌ساتنې ادارې رييس قاري احسان‌الله مختار پژواک ته وویل، د جلال‌اباد ښار د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره يې له يو شمېر ادارو سره په ګډه کار پيل کړی چې ښاري اډې له ښاره بهر ولېږدوي.

دی زياتوي: «تقریباً اووه اته ریاستونه دي چې د چاپېريال‌ساتنې ریاست هم په کې دی، ناسته وشوه او په دې باندې پرېکړه وشوه چې دا کوم دودونه (لوګي) چې غټ ګاډي (موټرونه) یې کوي او يا يې واړه ګاډي کوي، خراب تېل استعمالوي او دا فضاء ککړوي، پرېکړه په دې وشوه چې دا ترمینلونه (اډې) له ښار بهر کړو.»

د ننګرهار د چاپېریال‌ساتنې ادارې مسوولین د هوا ککړتیا د مخنیوي برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او ترې غوښتنه کوي چې له اړتیا پرته دې د هغو له سوځولو لاس واخلي چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

جلال‌اباد د هېواد په ختيځ کې پروت يو ګڼ‌مېشتی ښار دی چې د ختيځو ولايتونو  ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان سربېره په کې د شاوخوا ۱۵ ولايتونو خلک اوسېږي او په ژمي کې په ګڼه‌ګوڼه او ورته د سیلانیانو ورتګ هم ډېرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.