ژبه

تورخم کې د سلګونو تاریخي سیکو د قاچاق مخه ونيول شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ مسوولینو د سلګونو لرغونو سیکو د قاچاق مخه نیولې ده.

دغه سیکې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کېدې چې د کميسارۍ د کورني امنيت مسوولینو له لوري نيول شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مرغومي په ۵مه په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د تورخم کمیسارۍ د کورني امنیت مسوولینو د تاریخي قدامت لرونکو سلګونو سیکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د سرچینې په وينا، یادې سیکې د امنیتي ځواکونو د هڅو او دقت په پایله کې ترلاسه شوې دي.

سرچینې ویلي چې دغه سیکې او مشکوک اثار د پلټنو او معلوماتو لپاره د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي چې د تاریخي اثارو پېژندنې متخصصین یې وڅېړي او تاریخي اهمیت یې معلوم کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په وینا، نیول شوې ټولې ۳۸۵ سکې دي چې د تاریخي ارزښت معلومولو لپاره به یې ژر لازمې څېړنې ترسره شي.

ورته موضوع