جلالاباد (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې هم په کې شاملې دي، ټپیان شوي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون ماښام د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند «ډاګې» سیمې کې په یو کور کې د پخلنځي ګاز ډبې چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې د دې کورنۍ اته غړي، پنځه نارینه او درې ښځینه د سوځېدو له امله ټپیان شوي دي.
حماد وايي، له پېښې سره سم امنیتي ځواکونه او اړوند مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP