جلالاباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرکز اړوند جلالاباد ښاروالي مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بیارغونې ۸۸ پروژې پيل شوې وې چې نږدې نیمايي یې بشپړې شوې او نورې یې تر کار لاندې دي.

مسوولین وايي، په دغو پروژو کې ۴۶ پروژې د ښاروالۍ د داخلي عوايدو پر مټ او پاتې نورې د همکارو موسسو په لګښت پلې کېږي.

په دغو پروژو کې د سړکونو، ويالو، پلچکونو، پلونو، کوڅو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو او نورو عامه ځايونو بیارغونه او جوړول شامل دي.

بلخوا، د جلالاباد ښاريان که څه هم د دغو پروژو له پيل او د ځينو هغو له بشپړېدو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې ښاروالۍ دې د ښار په ټولو ناحیو کې پروژې پلې کړي او د کارونو کیفیت ته بايد پاملرنه وکړي.

روان کال ۸۸ پروژې پيل شوې دي

د جلالاباد ښاروالۍ وياند حامد محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال په جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ د داخلي عوايدو او همکارو موسسو په مالي لګښت باندې د ۸۸ پروژو کارونه پيل شوي دي.

دی وايي، په دغو پروژو کې۴۶ پروژې د ښاروالۍ د ۶۵۵ ميليون افغانيو په لګښت، له داخلي عوايدو دي چې ۲۱ پروژې بشپړې شوې او نورې تر کار لاندې دي.

د محمودي د معلوماتو له مخې، پر دې سربېره ۴۲ پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې يا يونپس (UNOPS) له لورې ترسره کېږي چې ډېره برخه يې د خلکو کارموندنې ته ځانګړې شوې ده.

هغه که څه هم د دغو پروژو د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل خو زیاته یې کړه په دغو پروژو کې تر ډېره خلکو ته د کار زمینه برابریږي.

د يونپس د پروژو ګټه

د جلالاباد ښاريان او د ښاروالۍ مسوولین وايي، دغو پروژو نه يوازې د بیارغونې برخې کې ګټه کړې، بلکې خلکو ته يې د لنډمهاله کار زمینه هم برابره کړې ده.

د جلالاباد ښاروالۍ د څلورمې ناحیې امر قاري نصیر احمد موسی پژواک ته وويل، د يونپس له خوا پلې کېدونکو پروژو کې خلکو ته دوه ګټې رسېږي، هم ورته د کار زمينه برابره شي او هم يې په سیمو کې د بیارغونې پروژې ترسره کېږي.

دی وايي: «غټه ګټه يې دا ده چې الحمدلله کوم خلک چې بېکاره وي، هغوی ته د کار زمينه برابرېږي او بله دا چې کومې لارې کوڅې چې خامې وي هغه هم پخېږي چې دا هم خلکو ته غټ سهولت دی.»

د جلالاباد ښاريان هم د دا ډول پروژو تطبیق ځکه ګټور ګڼي چې هم خلکو ته د کار زمينه برابرېږي او هم ورسره د خلکو ستونزې حلېږي.

عبدالقهار چې د جلالاباد ښار په څلورمه ناحیه کې د همدا ډول يوې پروژې کاریګر دی، وايي، د خپل کور مخ کې ورته د کار زمينه برابره شوې چې هم خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي او هم خپله کوڅه په اساسي ډول جوړوي.

دغه راز، د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د میرانو سيمې يو اوسېدونکی صنوبر چې په ورته يوه پروژه کې کار کوي، وايي، دا پروژې د بیارغونې ترڅنګ د کار موندنې لپاره ډېرې ګټورې دي.

د پروژو کیفیت او تعادل ته پاملرنه

د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي بیا له ښاروالۍ غواړي چې د دغو پروژو کیفیت ته دې پاملرنه وکړي او پر دې سربېره دې د ښار ټولو ناحیو کې يو شان د بیارغونې پروژې پلې کړي.

د جلالاباد ښار يو اوسېدونکي زمري پژواک ته وويل چې ښاروالۍ بايد د خپلو ټولو پروژو سمه څارنه وکړي او کیفیت ته يې بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

دغه راز، د ښار يو بل اوسېدونکی سيد عبدالطیف هم له ښاروالۍ غواړي چې د پروژو کیفیت ته پاملرنه وکړي او پر دې سربېره دې د پروژو په تطبیق کې له تعادل څخه کار واخلي.

دی وايي، ځینې ناحیې چې نوې جوړې شوې دي، بايد کار ورته ډېر وشي؛ ځکه د پخوانيو ناحیو اوسېدونکي له ډېرو اسانتياوو برخمن دي.

بلخوا، د جلالاباد ښاروالۍ د ساختماني برخې مسوولین وايي چې دوی له هرې پروژې څخه په کلکه نظارت کوي او ټول مواد د قرارداد مطابق کتل کېږي.

انجینر نوراغا چې د جلالاباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د يو سړک د جوړېدو د پروژې د څارنې مسوول دی، وايي، هره ورځ د کار له پيله تر پایه دوی د کار څارنه کوي او د قرارداد او نقشې مطابق کارونه مخ ته روان دي.

دی وايي، د ښاروالۍ ټولې پروژې همداسې څارل کېږي او تر جدي کنټرول لاندې وي.

دغه راز، د جلالاباد ښاروالۍ د اوومې ناحیې امر قاري محمد اسماعيل سعادت هم چې د خپلې ناحیې اړوند له يوې پروژې څخه يې لیدنه کوله، وویل، د ټولو ناحیو امرين او اړوند مسوولین په دوامداره توګه له پروژو څخه نظارت کوي او کیفیت ته يې ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه وويل: «موږ نن دلته د دغې پروژې څارنې ته راغلي يو، ډېره په ښه شکل روانه ده، هره ورځ زموږ د ناحيې د انجینرۍ شعبه د ناحیې اړوند د ښاروالۍ د ټولو رغنيزو پروژو څخه څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې کارونه بې کیفیت او د نقشې خلاف تر سره شي.»

د جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي، هڅه کوي چې د خپلو داخلي عوايدو او همکارو موسسو په همکارۍ په ښار کې بېلابېلې د بیارغونې پروژې پلې کړي او د ښار فرعي سړکونه او کوڅې او نور عامه ځايونه د ښاري اصولو مطابق جوړ کړي.