Pajhwok Afghan News

د پکتیا اوسېدونکي: د سولې لپاره دې رښتینې هڅې وشي

ګردېز (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا سلګونو اوسېدونکو یوه غونډه کې د سولې لپاره پر رښتینو هڅو ټینګار وکړ، ویې ویل چې نړیواله ټولنه دې هم افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

دغه غونډه نن د پکتیا په ګردېز کې جوړه شوې وه.

قومي مشر احمدالله فيضي په دغه غونډه کې وویل چې جګړه هېڅکله د حل لاره نه ده او د وسله والو طالبانو مشرتابه ته په کار دي چې په معقول او منطقي ډول د سولې لاره خپله کړي.

ده وویل: «موږ تل ويلي چې جنګ دې د خبرو له لارې حل شي؛ ځکه اخري لاره بيا هم خبرې دي. د جګړې د دوام په صورت کې هغه څوک مسوول دی چې جنګ اوږدوي، ټول خلک سوله غواړي، نو بايد د هغوی غوښتنې او اراداې ته مثبت ځواب وويل شي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار امان الله خان ځدارڼ بیا ادعا وکړه چې طالبان د پاکستاني پوځ په مستقيم ملاتړ جګړه کوي او په جګړه ييزو ليکو کې يې زرګونه پوځيانو او ملېشه جنګيږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل داسې څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

ځدران وویل: «افغانستان تر ټولو اسلامي هېواد دی، طالبان په کوم اساس دلته جګړه کوي؟ طالبانو ټول اصول تر پښو لاندې کړي، اسلامي جمهوريت د خپل ملت په غوښتنه د سولې لپاره ټول ګامونه پورته کړل، خو طالبان په خبره ولاړ نه دي. موږ ته سوله لومړيتوب لري او په هر قېمت يې تر لاسه کوو.»

مولوي نظام الدين مدني په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او سوله الهي حکم دی. هغه وایي چې د روانې جګړې له امله اسلامي ټولنې ته نه جبرانېدونکي زيانونه اوښتي دي.

مدني زیاته کړه: «هره ورځ د زيانونو سطحه زياتيږي، خو وسله والې ډلې د سولې او امن قايمولو پر ځای، جنګ اوږدولو ته بهانې تراشي. موږ بايد اسلامي، انساني او د ښېګڼې تفکر ولرو. راځئ روانو بدبختيو ته د حل لاره وټاکو، کومه اصلاح او ښېګڼه سوله کې ده، هېڅکله په جګړه کې نه شي تر لاسه کېدی.»

مدني فعال احسان وويل چې طالبانو د خپلو ادعاګانو برعکس مثبت بدلون نه دی کړی او لا هم غواړي هر کار د زور له لارې تر سره کړي.

خو هغه زياته کړه: «دا به هم نه هېروو چې دلته ډېره لويه معامله وشوه، ډېر لوی خيانت وشو، مفسد چارواکي تر طالب زيات مسوول دي، دوی د نظام پښې له بېخه وهي. موږ په دې اړه سپيناوی غواړو، چې ولې د سلګونو سرتېرو په شتون کې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویږي.»

يو بل ځوان صادق رباطي وويل چې افغانان شاته تګ او د شته لاسته راوړنو بايلل نه غواړي او نړیواله ټولنه بايد د روانې جګړې د زيانونو په مخنيوي کې رښتينی رول ولوبوي.

رباطي وويل: «دنياوال هم يواځې په خوله خبرې کوي، خو په عمل کې بيا څه نه کوي او يوازې سيل ته ناست دي. لطفاً نورې دې خپلې جنګي پروژې ودروي او له سمې لارې دې له موږ سره ګډو ګټو او ارزښتونو ته کار وکړي.»

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وویل چې دولت سولې ته ژمن او د يادې بنسټيزې چارې لپاره هر مناسب ګام اخيستو ته چمتو دی.

د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې په سولې ولاړې خبرې دې په جديت پيل او مطلوبې پايلې ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې جګړه لا هم په پوره زور روانه ده او نن هم د ځينو ولسواليو د لاس په لاس کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

Views: 29

Exit mobile version