Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې يو لوى پول پر بمونو الوځول شوى

ښرنه (پژواک، ١٠ چنګاښ ١٤٠٠): حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په پکتيکا کې يو لوى پول پر بمونو الوځولى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ښرنې- اورګون ولسوالۍ پر لويه لار د پړاو په سيمه کې يو لوى پول پر بمونو الوځولى دى.

دى وايي چې د دغه پول نړېدو له امله دواړو لورو ته د سلګونو مسافرو موټر بند پاتې دي او له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عادل هم پژواک ته وويل: “له دغه پول لږ وړاندې يې يو بل پلګوټى هم پر ماينونو الوځولي دي.”

ده وويل چې د دغه ډول کارونو تاوان يواځې عامو خلکو ته دى، بايد ترسره نه شي او حکومت يې هم بايد مخنيوی وکړي.

همدارنګه د پکتيکا د ګاونډي ولايت، پکتيا والي محمد حليم فدايي هم ويلي چې طالبانو په پکتيکا کې يو لوى پول پر بمونو الوځولى او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د پول په الوځولو کې طالبان لاس نه لري او دغه کار د طالبانو د بدنامولو لپاره ترسره شوى دى.

د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې دا پنځم ځل دى چې د ښرنې- اورګون پر لويه لار پلونه او پلګوټي پر بمونو الوځول کېږي.

Views: 25

Exit mobile version