Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتيکا مسوولین وايي، په دغه ولايت کې لږ تر لږه پنځوس زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د څه باندې څوارلس میليون افغانيو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د پکتيکا په يحيیخېل ولسوالۍ کې د نېزهوهنې لوبې- چې د پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو د نېزهوهنې د لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې- د يحيیخېل ولسوالۍ د نېزهوهنې لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
د پکتيکا اوسېدونکي وایي، د افغانستان ټول قومونه يو ملت دی، د پرديو دسيسې نه شي کولای دغه ملت د سمت، قوم او ژبې په نوم ووېشي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د «کورني کرکټ» سيالۍ- چې نږدې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت د ۱۸ ثبت شوو کرکټ کلبونو ترمنځ پيل شوې وې- د «اتحاد کرکټ کلب» په بريا پای ته ورسېدې.
چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزلهځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.
په پکتيکا کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت اړوند «د بیامېشتېدنې ولايتي کمېټې» چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته یې د تخنيکي ستونزو په سبب چارې درېدلې وې، اوس بېرته په فعاليت پیل وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «کورني کرکټ/ انټرکلب» سيالۍ پيل شوې چې شاوخوا یوه مياشت به دوام وکړي.
د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې هټۍوالو د مستوفيت له لوري د ماليې زیاتوالي په غبرګون کې کاربنديز کړی او وایي، تر هغه هټۍ نه پرانیزي څو د دغې ادارې له خوا مناسبه مالیه نه وي ورته ټاکل شوې.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د خلکو په ۵۰ ميليونه افغانيو شخصي لګښت يوه ديني مدرسه جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته به په کې د ديني او عصري زدهکړو زمينه برابره شي.
د پکتیکا په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې (اوایچپيایم) له لوري د کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې پرانیستل شوې چې د ۲۳ قابلو په مټ به د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو په برخه کې فعالیت کوي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن