ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله

امو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
24 Aug 2024 - 16:42
امو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
24 Aug 2024 - 16:42

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو پای‌لوبه کې امو لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ د روانې اکسټ میاشتې په دوولسمه کابل کې پیل شوې او نن پای ته ورسېدی چې په کې د هېواد له پنځو زونونو څخه بند امیر، سپین غر، امو، بست او مس عینک لوبډلو برخه اخیستې وه.

همدرانګه په یادو سیالیو کې د بند امیر او امو لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په نننۍ سیالي کې د بند امیر لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکل شو ۲۰ اوورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.

په دې سیالي کې د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې حشمت‌الله شهیدي ۷۸، صدیق اتل ۷۵ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

په مقابل کې امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شاهدالله ۵۹، محمد اسحاق ۴۷، زبید اکبري ۴۰، شرف‌الدین اشرف ۱۳ او عبدالمالک ۱۲ منډې وکړې.

دغه راز، په توپ‌اچونه کې نجات مسعود، الله‌محمد غضنفر او امیر حمزه د امو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، دغه سیالۍ داسې مهال پای ته رسېږي چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره یوه ټېسټ او له هغه وروسته په همدې میاشت کې له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.