ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د «کورنيو ۱۸ روغتيايي ځالې» پرانيستل شوې

پکتيکا کې د «کورنيو ۱۸ روغتيايي ځالې» پرانيستل شوې

author avatar
15 Sep 2022 - 16:42
پکتيکا کې د «کورنيو ۱۸ روغتيايي ځالې» پرانيستل شوې
author avatar
15 Sep 2022 - 16:42

ښرنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د پکتیکا په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې (او‌ایچ‌پي‌ایم) له لوري د کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې پرانیستل شوې چې د ۲۳ قابلو په مټ به د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو په برخه کې فعالیت کوي.

د دغې موسسې مسوول ډاکټر محمد سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنیو دا ۱۸ روغتیايي ځالې د «ایف‌ایچ‌ایچ» پروژې په چوکاټ کې د پکتيکا په مرکز ښرنه او مټاخان، يوسف‌خېل، خيرکوټ، جاني‌خېل، ډیله، خوشامند، اومنه، سر روضه، اورګون، زېړوک، سروبي او ګومل ولسواليو کې د ۲۳ ښځينه ډاکټرانو پر مټ مخ ته وړل کېږي چې په کليوالي سيمو کې به د زېږون پر مهال له مېندو سره لومړنۍ روغتيايي مرستې کوي.

دی وايي، د دغو کورنيو روغتيايي ځالو لپاره یې په مرکز او ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو‌این‌ایف‌پي‌اې) په مالي ملاتړ او د سيمو د خلکو په همکارۍ، ۱۸ ودانۍ جوړې کړې چې د هرې «کورنۍ روغتيايي ځالې» په ودانۍ کې ۳ خونې، ۱ تشناب او ۲ ګودامونه شامل دي.

د ده په وينا، مخکې د «کورنيو روغتيايي ځالو» په پروژه کې د یاد ولايت په اومنې ولسوالۍ کې يوازې دوه مرکزونه فعال وو چې او اوس یې دا لړۍ نورو ولسواليو ته هم غځولې او له ۱۸ نوو جوړو شوو مرکزونو سره یې شمېر ۲۰ ته رسېږي.

نوموړی زياتوي: «موږ د دغو مرکزونو لپاره د ۶.۵ ميليونو افغانيو په ارزښت روغتيايي توکي او وسايل برابر کړي او پاخه تعميرونه مو ورته جوړ کړي چې هلته به په کې ځای پر ځای کېږي او په هر مرکز کې به يوه قابله د مور او ماشوم په برخه کې خدمات وړاندې کوي.»

د پکتيکا د عامې روغتيا رییس ډاکټر حکمت‌الله عصمت د «کورنيو روغتيايي ځالو» د جوړېدو په برخه کې د OHPM موسسې هڅې ستايي او زياتوي، د يادو روغتيايي مرکزونو لپاره د ۲۳ روزل شوو قابلو د سالمو خدماتو پر مټ به د مور او ماشوم مړينه راټیټه شي چې په دې وروستيو کې کې زياته شوې ده.

د پکتیکا یوه قومي مشر حاجي عبدالهادي چې د دغو روغتيايي ځالو د پرانيستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ډاکټرانې باید باکيفيته خدمات وړاندې کړي څو د ماشومانو د زېږون پر مهال د مېندو ژوند وژغورل شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې په دغه ولايت کې د نجونو ښوونځيو ته د پرانيستلو اجازه ورکړي او نجونو ته دې د زده‌کړو زمينه برابره کړي، څو په ټولنه کې د بې‌سوادۍ او ناپوهۍ کچه راټيټه شي.

دی زياتوي: «دا ډېر ضروري دی چې د يوې خور تداوي يوه خور وکا، ځکه دا له دې ډېره بهتره ده چې د یوې ښځې تداوي يو نارينه کوي؛ زما ټولو امرينو ته د زړه له کومې درخواست دا دی چې ټولو خويندو او لورګانو ته د تعليم اجازه ورکړي څو زموږ د بې‌وزلو خويندو، لورګانو او مېندو ستونزې حل شي او دا اسلامي غوښتنه هم ده.»

د يادونې ده، په پکتيکا کې د يادو «کورنيو روغتيايي ځالو» لپاره ګومارل شوو قابلو ته ۲۶ میاشتنۍ مسلکي زده‌کړې او ټرينینګونه ورکول شوي چې اوس به په لرو سيمو کې له مېندو سره د زېږون پر مهال مرسته کوي.

Views: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.