Pajhwok Afghan News

ډاکتر عبدالله طالبانو ته: پر هغو مسایلو چې پایله یې سوله کېږي، د خبرو صلاحیت لرو

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله د قطر ناستې ته وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د دې صلاحیت لري چې پر هغو ټولو مسایلو چې د سولې لپاره یوې پایلې ته ورسېږي، مذاکرات وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ۲۶مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په ځانګړې ناسته وکړې.

په دې ناسته کې چې د قطر په منځګړتوب جوړه شوې، د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د افغان دولت لس کسیز پلاوي په کې ګډون کړی دی.

ډاکتر عبدالله له قطر څخه مننه وکړه چې له اوږدې مودې راهیسې په ډېر اخلاص د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربه توب کوي.

هغه هیله څرګنده کړه چې دا ناسته په هېواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري او بالاخره په هېواد کې تر ټولو اوږدې غمیزې او جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.

ډاکټر عبدالله وویل چې افغانان سختې شېبې تېروي، جګړو زور اخیستی او اصلي قربانیان یې عام خلک دي.

نوموړي وایي، چې قطر ته له راتلو مخکې د افغانستان د دولت ټوله رهبري او سیاسي مشرانو هر اړخیزې سلا مشورې وکړې او د ټولو یواځېنی پیغام دا و چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه هوارېږي او باید ورته سیاسي حل لاره ولټول شي.

ده زیاته کړه: “غواړم په ډاګه یې ووایم چې په دې ناسته کې ټول ګډونوال د افغانستان د ټولو قومونو او ټولنو استازیتوب کوي او زموږ پیغام د وحدت، مشارکت او هېواد له روان بحران څخه ایستل دی.”

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وویل، د سولې لپاره اړتیا ده څو دواړه خواوې نرمي او انعطاف وښيي، په هېواد کې د سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله فضا  برابره شوې ده.

ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د سولې په پروسه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو او همکاریو ادامه غواړي او د قطر د درېیمګړتوب هرکلی کوي.

ده زیاته کړه: “د افغانستان خلک د روان تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي، دولت او یا طالبان چې هر یو د زور له لارې د بریا هڅې کوي، اصلي بایلونکی ولس دی.”

هغه وویل چې په بېلابېلو برخو کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل د نړیوالې ټولنې همکاریو ته اړتیا لري، که څه هم هر یو د دې لاسته راوړنو په اړه جلا جلا برداشت لري.

ډاکترعبدالله وایي، د دواړو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات باید د هېوادوالو غوښتنو ته په پام سره، یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، خدای مه کړه دا جګړه نوره هم اوږدېدلای شي او هېواد به بېرته پر یوه کنډواله بدل شي.

د ملي روغې جوړې شورا مشر وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د دې صلاحیت لري چې پر هغو ټولو مسایلو چې د سولې لپاره یوې پایلې ته پرې رسېږي، مذاکرات وکړي.

ده طالبانو ته وویل: “موږ راغلي یو، تاسو ته ډاډ درکړو چې له دغه فرصته اعظمي استفاده وشي.”

ډاکترعبدالله زیاته کړه، ستونزه که هر څومره لویه او پېچلې وي، خو په مشوره، صداقت او د هېواد علیا ملي ګتو ته په پام سره حل کېدای شي.

ده وویل: “هغه څه چې مثبت دي، راځئ چې وده ورکړو او هغه څه چې دواړه خواوې ورباندې یقیني دي چې هېواد او ملي ګټو ته تاوان رسوي، ترې ډډه وکړو. هره ورځ چې مذاکرات ځنډېږي، موږ او تاسې ټولو خلکو ته ملامت کېږو.”

هغه هیله څرګنده کړه چې دا دوه ورځنۍ ناسته د مذاکراتو له روان بهیر سره مرسته وکړي څو ګړندي ګامونه واخیستل شي.

ده زیاته کړه: “راځئ چې له حاشیې تېر او د مشکل پر متن بحث وکړو چې څنګه کولای شو کار ګړندی او چټګ کړو، دا وینه چې تويېږي، دا د افغانانو او مسلمانانو وینه ده، نه یې جبیره کولای شو او نه هم ځان له مسوولیته خلاصولی شو.”

له دې پرانيستونکو ویناوو وروسته د طالبانو او دولت دواړو پلاوو ترمنځ اصلي مذاکرات پیل شول.

Views: 318

Exit mobile version