کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان سفیر د لور سلسلې علي خېل د تښتولو قضیې څېړلو په موخه یو افغان پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د زمري په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې پلاوی به په ګډه له پاکستانیو چارواکو سره د یادې پېښې څېړنه کوي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۵مه، په داسې حال کې په اسلا اباد کې وتښتول شوه چې له یوه مارکېټ څخه د سودا اخیستلو لپاره راوتلې وه.
خو تر پنځو ساعتونو وروسته په د اسې حال کې وموندل شوه، چې شکنجه شوې وه.
تر یادې پېښې وروسته د افغانستان حکومت خپل سفر او نور دیپلوماټان له پاکستان څخه وغوښتل او هیله یې وکړه چې پاکستان دغه موضوع په سمه توګه وڅېړي.
Views: 78