Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد له خوا د افغانستان لپاره په بېجینګ کې د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره یې هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره لري او نه غواړي له هيڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې وي.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي اسدالله بلال کریمي د چین له خوا د رسمي سفیر په توګه ومنل شو او خپل باورلیک یې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ګډو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو او د سیمې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر وایي چې پاکستان دې کډوالو ته د ستنېدو پروسه نوره هم اسانه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې متحده اماراتو ته استول شوی نوی سرپرست سفیر مولوي بدر الدین حقاني دسفارت کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته خپله دنده پیل کړه
کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه او تاکویوشي کورمایا یې ځایناستی شو.
د ایران لپاره د سعودي سفیر عبدالله بن سعود العنزي تهران او د سعودي لپاره د ایران سفیر علیرضا عنایتي ریاض ته تللي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې د افغان کډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي او افغان سوداګرو ته دې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن